Minister-designate vows transparency, efficiency

کابل ( پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٣ ): د کليو د پراختيا وزارت لپاره کانديد وزير انجنير نصير احمد درانى وايي، چې له ولسي جرګې څخه د باور رايې له اخيستو وروسته به وزارت کې د کارونو د روڼتيا لپاره ځانګړې اداره رامنځته کړي.
انجنير نصير احمد درانى د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا د ملي يووالي حکومت په کابينه کې د کليو د پراختيا وزارت ته د کانديدوزير په توګه اعلان شوى دى.
ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اوونۍ ولسي جرګه د حکومت له خوا اعلان شويو ٢٥ کانديد وزيرانو او د ملي امنيت او د افغانستان بانک لپاره دوو کانديد رييسانو ته د باور رايه ورکړي.
انجنير نصير د مرغومي په ٢٥مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ‌ځانګړې مرکه کې وويل ، د باور رايې له اخيستو سره سم به ددغه وزارت ټول پروګرامونه وڅېړي او تر څېړنې وروسته به ورته معلومه شي، چې کومو کارونو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.
هغه زياته کړه : (( دغه راز به زه په خپل وزارت کې  د کارونو د شفافيت لپاره يوه ځانګړې اداره رامنځته کړم ، څو د وزارت د ټولو کارکوونکو کارونه او دندې په سمه توګه ترسره شي.))
د کليو د پراختيا وزارت ته کانديد وزير وايي چې د وزارت په ټولو برخو او رياستونو کې به هماهنګي رامنځته کوي او هېڅوک به ديوبل په کار کې لاسوهنه نه کوي.
درانى وايي چې د وزارت په چارو کې به د خلکو، ملي شورا او ولايتي شوراګانو د نظارت کچه لوړه کړي ، تر څو په ټولو کارونو کې د روڼتيا کچه لوړه شي .
ده زياته کړه، هغه پروژې چې اقتصادي او ټولنيز تداوم نه لري، د هغو پر ځاى به اوږدمهاله داسې پروژې پر لاره واچوي، چې اقتصادي او ټولنيزې ګټې ولري.
د هغه په وينا، له دغه کار سره به پروژې په خپله د سيمې د خلکو لپاره پر خپل ځان د بسيا کېدو يوه وسيله وبلل شي.
دى وايي چې د پروژو د پلي کولو لپاره به معيارونه رامنځته کړي او هېڅ يوه پروژه به له خپل ټاکلي معيار پرته  پلې نه شي .
ددې پوښتنې په ځواب کې چې له ولسي جرګې څخه به د باور رايې په ترلاسه کولو کې بريالى شي،دراني وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې په دولت کې په بېلابېلو څوکيو دندې ترسره کړي او کافي تجربه لري.
هغه هيله څرګنده کړه، چې زده کړو او کاري تجربې ته په کتو سره به د ولسي جرګې غړي ورته د باور رايه ورکړي.
د خپلې شتمنۍ په اړه ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې د کليو د پراختيا کانديد وزير وويل چې دى په هېواد کې دننه او له هېواده بهر پانګه لري، خو اوس ورته ټوله نه ده معلومه .
نوموړي ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به خپله شتمني د رسنيو له لارې په ډاګه کړي.
د کليو د پراختيا وزارت ته کانديد وزير انجنير نصير احمد د ارواښاد شاه محمد زوى  او د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکى دى .
هغه وايي چې لومړنۍ زده کړې يې د محمداغې په منځني ښوونځي کې ترسره کړي او  د برېښنا په برخه کې لوړې زده کړې لري .
درانى زياتوي چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د کابل د انجنيري پوهنځي د ميخانيک انجنيرۍ له څانګې فارغ شوى دى.
دى وايي چې تر فراغت وروسته يې د کانونو وزارت په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي، دغه راز يې په دې موده کې يوشمېر هېوادونوته سفرونه کړي او هلته يې په ورکشاپونو او سيمينارونو کې  برخه اخيستې ده.
نوموړي وويل چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې يې په فليپين کې د وړو کانونو د مديريت او انکشاف په برخه کې کورسونه ويلي، سندونه اوستاينليکونه يې  ترې ترلاسه کړي دي.
هغه زياتوي چې په ۱۳۶۴ لمريز کال کې پاکستان ته کډوال شو او هلته يې هم د تخنيک په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
انجنير نصير وويل چې په ١٩٨٨ زېږديز کال کې امريکا ته لاړ او په نبراسکا پوهنتون کې يې د يوه کال لپاره د انکشاف او بيارغونې په برخه کې د مافوق ليسانس سند ترلاسه کړ .
هغه زياتوي چې په ٢٠٠٩زيږديز کال کې له خپلې کورنۍ سره بېرته هېواد ته را ستون او د کانونو وزارت د اقتصادي سلاکار په توګه وټاکل شو، بيا په همدې وزارت کې د مرستيال په توګه وګومارل شو، چې تر اوسه يې په همدې څوکۍ دنده ترسره کوله  .
دى وايي چې په کانونو وزارت کې يې د کار پر مهال ډېرې لاسته راوړنې درلودې، په ډېر کانونو کې يې ناقانونه استخراج قانوني کړ ، په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې د باميانو ولايت د ډبرو سکرو ١٩٤ کانونه چې خپلسرې کيندنې په کې کېدې او سکاره يې قاچاق کېدل، مخه يې ونيوله.
د نوموړي په وينا، د کود برق فابريکه چې سلګونه ميليونه افغانۍ د افغان ګاز او د ډبرو سکرو د تصدۍ شرکتونو پور وړې  او غير فعاله وه، بېرته فعاله  او ټول پورونه يې خلاص کړل.
دى وايي چې پخوا يې دانجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره اړيکې درلودې، خو اوس په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ  د حزب اسلامي غړى دى.
هغه په ۱۳۵۹ لمريز کال کې واده کړی، شپږ اولادونه لري، چی  څلور يې زامن او دوه يې لوڼې دي .