دويم تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): په تخار ولايت کې د ولسي جرګې د يوې نوماندې نظيفه بېګ پر کمپاين چاودنه کې لږ تر لږه ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندې نظيفې بېک د کمپاين پر غونډې شوې وه.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
تيمور زياتوي چې په وژل شوو کې يو امنيتي سرتېرى او په ټپيانو کې څلور پوليس او پاتې نور ټول ملکي وګړي دي.