Add new comment

دويم تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٧): په تخار ولايت کې د ولسي جرګې د يوې نوماندې نظيفه بېګ پر کمپاين چاودنه کې لږ تر لږه ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندې نظيفې بېک د کمپاين پر غونډې شوې وه.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.
تيمور زياتوي چې په وژل شوو کې يو امنيتي سرتېرى او په ټپيانو کې څلور پوليس او پاتې نور ټول ملکي وګړي دي.
بل لور ته د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر نظام الدين غوري پرون پژواک ته ويلي وو چې پېښه د يوه موټرسایکل بم چاودنې له امله رامنځته شوې، خو لا معلومه نه ده چې  ځانمرګى بريد و، که يواځې چاودنه وه.
د دې چاودنې مسووليت ترا وسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، تېره اوونۍ په هلمند کې هم د ولسي جرګې د يوه نوماندان صالح محمد اڅکزي د کمپاين پر غونډې بريد وشو چې په ترڅ کې د اڅکزي په ګډون اته کسان و وژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.