دوستم په شمال کې د ډېرو رايو لرلو ادعا وکړه

 
تالقان ( پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٣ ) : د بدلون او دوام ډلې دوو مخکښو مشرانو په تخار ولايت کې ديوې پراخې غونډې ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چې د برياليتوب په صورت کې به يې ستونزې هواروي.
دغه غونډه  دغبرګولي په ٢٨مه، د تخار په رستاق ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، چې په کې د بدخشان د دوو ولسواليو او د تخار د ماوارى کوکچه سيمې د پنځو ولسواليو زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.
دې غونډې ته د بدلون او دوام د ډلې د کانديد اشرف غني لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم او ددې ډلې بل مخکښ مشر احمد ضياء مسعود ويناوې وکړې.
عبدالرشيد دوستم خپلو پلويانو ته وويل ، چې ددويم پړاو ټاکنو لپاره يې له خپلو هغو دوستانو او غړو سره چې ترې مرور وو، روغه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دوى په پراخه کچه کمپاينونه پيل کړي او هيله يې څرګنده کړه، چې پلويان به يې په پراخه کچه ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.
نوموړي د احمدشاه مسعود ستاينه وکړه او ويې ويل چې له هغه سره يې د جهاد په وخت کې ډېر نږدې اړيکې درلودې.
ددوستم په وينا، د هغه د ورور احمد ضياء  مسعود رول او نقش په راتلونکو ټاکنو کې ډېر مهم دى.
ده زياته کړه : (( په شمال کې زموږ پلويان ډېر دي او که بل کانديد له موږ ډېرې رايې وګټلې، موږ ته به د منلو وړ نه وي. ))
ده وويل چې حکمتيار يې نږدې ملګرى دى او ډېر ژر به  د دوى د ډلې ملاتړ اعلان کړي.
خو ددې ډلې دسياسي چارو مسوول وويل ،چې دوى له چا ملاتړ نه کوي.
د بدلون او دوام دډلې مخکښ غړي احمد ضياء مسعود خلکو ته ژمنه ورکړه، چې د برياليتوب په صورت کې به د تخار د ماوراى کوکچه ولسواليو ته د ولايت درجه ورکړي.
هغه زياته کړه، چې په رستاق ولسوالۍ کې به د احمد شاه مسعود په ياد يو ملي موزيم جوړوي او ددوى ډلې د دې کار لپاره پنځه سوه زره ډالره ځانګړي دي.
نوموړي وويل چې د بريا په صورت کې به دوى ملي اقتصاد رامنځته کوي، چې ګټه يې ټولو خلکو ته په يوه شان ورسيږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.