هرات (پژواک،١٦ورى٩٣):د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي او د ټاکنو ځينې ناظرين وايي، چې د رايې ورکولو په ځينو سايټونو کې راى پاڼې پلورل شوې دي.
په دغې ولسوالۍ کې د مدني ټولنې يو تن ناظر ګل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغو ولسواليو په ځينو سايټونوکې د کانديدانو پر پلويانو راى پاڼې پلور کېدې او هغوى به د خپل کانديد په ګټه استعمالولې.
د ولايتي شورا يوه وکيل تور محمد ظريفي پژواک ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ټاکنو پر وړاندې لويه ستونزه د راى پاڼو خلاصېدل و.
د نوموړي په وينا، د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د امنيتي تهديدنو له امله يو شمېر سايټونه بند وو.