Fair polls an historic opportunity: US envoy

 
هرات (پژواک ١١ ورى ٩٣): په لوېديځه حوزه کې د امريکا د متحدو ايالاتو کونسل د افغانستان د  ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې د درغليو په اړه اندېښنه وښوده.
د متحده ايالاتو ياد کونسل او لوړ پوړي ملکي استازي د يکشنبې په ورځ  په هرات کې له خبريالانو سره په خبري ناسته کې وويل، پېژندل شوي موارد، چې پر بنسټ يې په ګتګوريو وېشنه شوې، د اندېښنې وړ دي.
يانګ، کوم مشخص موارد ياد نه کړل، خو ويې ويل: ((د افغانستان ټاکنې د ټولې نړۍ تر زره بين لاندې دي، د دې سربېره د ټاکنو ټول کارونه خپله د افغانانو له خوا اداره کېږي.))
هغه زياته کړه، افغانان د باور وړ ټاکنو غوښتونکي دي.
يانګ ټاکنې د افغانانو لپاره يو سياسي او تاريخي فرصت وباله، چې له مخې يې واک له يوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته لېږدول کېږي.
هغه د خپلو خبرو په دوام وويل، که څه هم نړيواله ټولنه او نور نړيوال بنسټونه د ټاکنو له پروسې ملاتړ کوي، خو هغه څه چې راتلونکو ټاکنو ته پياوړتيا بښي، دا دي، چې ټول کارونه يې خپله د افغانانو له خوا تر سره کېږي.
نوموړي د دې يادونې تر څنګ، چې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ګواښ کړى، چې ټاکنې به په بريا سره ترسره کېدو ته پرې نه ږدي، وويل: ((افغان امنيتي ځواکونه د امنيت خوندي کولو وړتيا لري او موږ به د دولت د مخالفينو د ماتې شاهد يو.))
تر دې وړاندې افغان حکومت اعلان کړى و، چې په ټاکنو کې د تقلب د مخنيوي پياوړې اراده لري او په ټاکنو کې به د هر ډول درغلۍ مخنيوى وشي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري ١٦مه) په ټول افغانستان کې ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.