Abdullah campaigners gunned down in Herat

 
کابل (پژواک،١٢ سلواغه ٩٢): په هرات ولایت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین ددفتر دوه غړي د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شول.
په کابل کې د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین ددفتر یو تن مسوول سید فاضل سنچارکي د سلواغې  په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن تر ماښام وروسته په هرات ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه  زیاته  کړه چې دوی هغه مهال ووژل شول، کله چې له خپل دفتر څخه د وتلو په حال کې و او برید کوونکي تښتیدلي دي.
 د هرات امنیه قوماندان سمیع الله قطره دیادو کسانو وژل تایید کړي دي، هغه زیاتوي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ددفتر مسوولینو دوی سره د خپل دفتر دامنیت په اړه هیڅ اړیکه نه ده نیولې.
دهرات د حوزوي روغتون وایي چې دوی ته دوه مړي راوړل شوي دي.
 د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند فضل الرحمن اوریا وایي چې تر پيښې وروسته ولسمشر حامد کرزي ډاکټر عبدالله ته ټیلیفون کړی، پر پیښې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ یې هغه ته  ډاډ ورکړی چې د پيښې به کره پلټنه کیږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.