په هرات کې د ټاکنو د ملاتړ دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه

 
هرات (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د لوېديځ زون د څلورو ولايتونو دولتي چارواکو، ديني علماوو او د مدني ټولنو استازې د راتلونکو ټاکنو د ملاتړ او روڼوالي په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه.
 په لوېديځ زون  کې د ودان افغانستان  مدني ټولنې مسوول عبدالرحمن مولوي زاده د غونډې  په پيل کې وويل، په دې غونډه کې په هرات سربېره، د بادغيس، فراه او غور ولايتونو ديني علماوو او د مدني ټولنو استازو او د يادو ولايتو امنيتي چارواکو ګډون کړى دى.
د نوموړي په وينا، په ياده غونډه کې پنځوس ديني علما او يو شمېر مېرمنې هم ګډون لري په پام کې ده ورته غونډې د هېواد په نورو سيمو کې هم ترسره کړي.
  نوموړى زياتوي، له دې غونډو يې موخه د ټاکنو په اړه له ديني علماوو او خلکو د مشورې اخيستل دي، چې څنګه او په څه ډول ښې ټاکنې ترسره شي.
  د پير هرات په نوم د جومات خطيب مولوي ضياالدين قاسمي د غونډې يوه ګډونوال  پژواک ته وويل، د دې ډول غونډو ګټه په دې کې ده، چې خلکو ته د ټاکنو په اړه عامه پوهاى ورکول کېږي او ولس رايې ورکولو ته هڅول کېږي.
 هغه زياتوي، په ټاکنو کې ګډون د هر افغان  شرعي مسووليت دى ټول ديني علما بايد په کې برخه واخلي.
 مولوي قاسمي وايي، يو شمېر کليوال ملايان په ټاکنو پسې تبليغات کوي، چې د دغو تبليغاتو په مخنيوي کې ديني علما اغېزمن رول لرلاى شي، چې دا کار به له يو لوري خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي او له بل لوري به يې پر وړاندې د نا امنۍ ګواښ راکم شي.
 د "اندېشۀ نوين"  په نوم مدنې ټولنې مشره ملالۍ متين وايي، چې نا امني، کلتوري او ټولنيز شرايط د ښځو پر وړاندې په ټاکنو کې د ګډون اصلي خنډونه دي.
هغې ډاډ وښود، که دا ډول غونډې جوړې شي او ديني علما خلکو ته مثبت ذهنيت ورکړي خلک به په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
 ملالۍ زياتوي، مېرمنې په ټاکنو کې ګډون ته لېوالتيا لري، خو د افغانستان دښمنان نه غواړي او د ښځو د ګډون پر وړاندې دلايل را پيدا کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.