کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نږدې ۶۳۰۰ اعتراضونو د ثبت خبر وکړ او وایي چې دا بهیر پای ته رسېدلی او استینافي شکایتونو ته په رسمي توګه رسېدنه پیل شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشرې زهرې بیان شینوارې چې نن یې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل چې دا شکایتونه په ۲۹ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
هغې زیاته کړه چې په کندهار کې ۱۵۷۳، ننګرهار کې ۸۱۸، خوست کې ۷۷۲، کابل کې ۵۰۵، پکتیکا کې ۴۸۵، کونړ کې ۲۲۵، هلمند کې ۲۱۵، لغمان کې ۱۷۷، غور کې ۱۴۲، لوګر کې ۱۳۲، غزني کې ۸۶، بغلان کې ۸۰، نیمروز کې ۶۰، کاپیسا کې ۴۲، زابل کې ۲۸، ډایکنډي کې ۲۰، فراه کې ۱۸، هرات کې ۱۶، کندوز کې ۲، بامیانو کې ۶، بلخ کې ۶، فاریاب کې ۴، پنجشېر کې درې، سرپل کې درې، بدخشان کې دوه، اروزګان کې دو، نورستان کې دوه او سنمګان کې دوه استینافي شکایتونه ثبت شوي دي.
 
نوموړې وویل چې پروان، وردګ، تخار، جوزجان او بادغيس هغه ولایتونو دي چې په اړه یې استینافي اعتراضونه نه دي ثبت شوي.
مېرمن شینوارې استینافي شکایتونو ته د رسېدنې د پړاو خبر ورکړی او زیاته یې کړه چې اوس مهال د تخنیکي ټيم له خوا د تصنیف، څېړنې، تحلیل، تدقیق، پرېکړې، ابلاغ او پرېکړو د تطبیق پړاوونه پیل شوي او د پروسس په حال کې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د قانون او ټاکنیزو طرزالعملونو له مخې به په پوره ایماندارۍ او خپلواکۍ خپل کارونه پرمخ وړي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او کمېشنر محمد قاسم الیاسي چې یادې ناستې ته یې خبرې کولې، وویل چې ډېری شکایتونه د رایو تر منځ تفاوت، له ټاکنیز وخته مخکې رایو، غیر بایو مټریک رایو، د شکمنو رایو په اړه چې توپیر یې له یوه څخه تر پنځو دی ثبت شوي دي.
الیاسي د هغه محلونو نوملړ ته په اشاره چې تمه ده تفتیش او بیا شمېرنې ته لاړ شي، وویل: «یوه پوښتنه دا ده چې ایا له پرېکړې سره سم ولایتونه مستقیم بیا شمېرنې ته لاړ شي او یا دا چې وروسته له پرېکړې استینافي اعتراضونه بیا شمېرنې ته لاړ شي، چې تراوسه د ټيم غړو په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.»
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار وویل: «د قانون له مخې تېره ورځ د استینافي اعتراضونو د ثبت لړۍ پای ته ورسېده او سر له نن څخه تر ۱۵ ورځو پورې چې قانون د استینافي شکایتونو د رسېدني لپاره موږ ته وخت راکړی، پیلېږي.»
نوموړي زیاته کړه چي د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي دفتر نن استینافي اعتراضونو ته په رسمي ډول رسېدنه پیل کړه چې تر پای ته رسېدو ورسته به یې پایله له رسنیو سره شریکه شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته، د څلورو ټاکنیزو ټيمونو له خوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.
ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې؛ خو تر اوسه یې وروستۍ پایلې یې نه دي اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.