کابل (پژواک،۱۱وږی ۹۸): د افغانستان د ملي شورا د بېلا بېلو دورو د غړو ټولنه د هېواد له امنیتي وضعیت څخه د اندېښنې پر څرګندولو سربېره وايي، اوس د سراسري ټاکنو د ترسره کېدو لپاره شرایط برابر نه دي او باید سولې ته لومړيتوب ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي. اوس د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۷ نوماندانو تر منځ ټاکنیزې سیالۍ روانې دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوې ورځې مخکې ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر پیل کړی دی.
بلخوا د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو تېره ورځ په قطر کې پای ته ورسېد، خو د خبرو پایلې نه دي اعلان شوې.
د ملي شورا د مختلفو دورو د غړو د ټولنې رییس همایون همایون نن په کابل کې د دغې شورا له یو شمېر نورو غړو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل: ((سولې ته باید لومړيتوب ورکړل شي، په دې وضعیت کې موږ سراسري ټاکنې نه شو ترسره کولای، په دې شرایطو کې به د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول او د هغو د پایلو منل خلک له بحران سره مخامخ کړي، ځکه د سراسري او رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه نه ده برابره، د سولې ټینګښت کولای شي د داسې رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړي چې پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وي.))
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((موږ تر اوسه له هېڅ ټاکنیز ټکټ سره نه یو یوځای شوي، ځکه د ټاکنو ترسره کېدو ته شرایط نه دي برابر، هر وخت چې شرایط برابر شول او د روڼتیا او سراسريتوب لپاره یې ملي او نړیوال ضمانت وشو، موږ به له یوه ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ وکړو.))
د هغه په خبره، په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د هر ګام ملاتړ کوي، خو د جګړې ښکېل لوري باید له تاوتریخوالي لاس واخلي، ځکه په اوسنۍ جګړه کې هره ورځ افغان ځوانان قرباني کېږي.
بلخوا نوموړي د هېواد بد امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه کندوز او بغلان په اړه وویل، کمزوری مدیریت او د سولې په بهیر کې طالبانو ته ارزښت ورکول د ناامنۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د طالبانو تحریک تاوتریخوالی ډېر کړی څو د خبرو پر مېز ځان لوی وښيي.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخواني استازي محمد نذیر احمدزي وویل، خلکو ته سوله لومړيتوب لري، ځکه خلک په هېواد کې له روانې جګړې ستړي شوي او نور نه غواړي د ازموینې ښکار شي.
هغه له افغان دولت، طالبانو، سیاستوالو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅه وکړي او له سولې سره مخالفت ونه کړي، که نه نو د هغو کسانو پر وړاندې به ودرېږي چې د سولې له بهیر سره مخالفت کوي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي صالح محمد سلجوقي پر کندوز او بغلان ولایتونو د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل، طالبان نه شي کولای د تاوتریخوالي په ډېرولو د مذاکراتو پر مېز خپل قدرت ته مشروعیت ورکړي.
نوموړي له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره وسله وال عملیات بند کړي څو نور افغان میندې د خپلو اولادونو د وژلو شاهدې نه شي.
د یادې ټولنې ځینو نورو غړو هم وویل، د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو د سراسري او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره شرایط برابر نه دي او باید سولې ته لومړيتوب ورکړل شي څو امنیت ټینګ او د رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه برابره شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.