کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸): د "امنیت او عدالت" ټاکنیز ټیم، حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو لپاره د ارادې پر نه درلودو تورن کړ او ادعا کوي چې ټاکنیز کمېسیونونه د حکومت مشرتابه د لاس پر اله بدل شوي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي، د ټاکنو مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د کمپاین موده، د ټاکنو له ورځې دوه میاشتې وړاندې پیلېږي.
د ولسمشرۍ لپاره نوماند د رحمت الله نبیل ډلې د اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې، ولسمشر محمد اشرف غني چې د راتلونکو ټاکنو لپاره هم نوماند دی، د قانون او ډیموکراسۍ د اصل خلاف پرېکړې کوي او په دې سره د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره فرصتونه له منځه وړي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې ولایتونو ته د ولسمشر سفرونه له ټاکلې مودې وړاندې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه برخه ده چې په کې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون چوپه خوله پاتې کېدل دا څرګندوي چې یاد کمېسیون د حکومت له مشرتابه سره لاس لري.
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ادعا کړې چې د قانون خلاف، د ټيټې کچې اداري واحدونو لکه ولسوالانو، ښاروالانو، امنیه قوماندانانو، د وزارتونو مرستیالانو او د سرپرست وزیرانو ګومارنې ټول د راتلونکو ټاکنو مهندسي لپاره د ولسمشر په ګټه ترسره کېږي.
د تېر کال د سلواغې په ۱۶مه د ولسمشرۍ ټاکنو د اتلسو نوماندانو د لومړني نوملړ له اعلان وروسته د پنځو سفارتونو، درې وزارتونو، یوه معینیت، کابل ښاروالۍ، د افغانستان سرې میاشتې ټولنې او څو نورو ادارو چارواکي تبدیل شوي دي.
د ولسمشرۍ ویاند شاه حسین مرتضوي څه موده وړاندې د ولسمشر له لوري پر وروستیو ګومارنو د نیوکو په غبرګون کې ویلي وو چې د ولسمشر ټول اقدامات د قانون په رڼا کې ترسره شوي او څوک چې دا ډول پوچ تورونه لګوي، ښه به وي چې ثبوت وړاندې کړي.
یادې ډلې پر حکومت د نیوکو په دوام ویلي چې د ولایتي شوراګانو ټاکنو نه ترسره کېدا او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له پامه غورځول په واقعیت کې د مشرانو جرګې د اوسني دور دوه – درېیمه برخه هېڅ راز قانوني او ټاکنیز مشروعیت نه لري.
سرچېنې زیاته کړې ده: ((دا کمېسیونونه له همدې اوسه د ملي یووالي فسخ شوي حکومت مشرتابه د لاس الي شوي دي.))
سرچینې ویلي، که د ټاکنو کمېسیون خپلواک وای، کولی یې شول چې له قانون سره سم د هغو دولتي کسانو دندې تعلیق کړي چې له دولتي امکاناتو په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګټه اخلي او له ټاکلې مودې وړاندې د ولسمشر له کمپاینونو مخنیوی وکړي.
یادې ټاکنیزي ډلې زیاته کړې ده چې د رایه ورکوونکو د نوملړ په جوړولو کې د بایومټریک له الو کار نه اخیستل د دغه کمېسیونونو یو له غیرقانوني اقداماتو دی او په دغه اقدام سره نه یوازې تېرې درغلۍ تاییدېږي، د جعلي تذکرو منل او د درغلیو مخنیوي لپاره اړینو اقداماتو نه ترسره کول چې په بایومټریک سیستم کې د رایه ورکوونکو د نوملړ درج يې هم یو مورد دی، په دې سره د ټاکنو اصلي نظام ته د درغلیو لار پرانیستل کېږي.
د امنیت او عدالت ټاکنیزه ډله ګواښ کوي چې د ((بي عدالتي، قانون ماتونې او قانون ته نه درناوي او له درغلیو ډکو ټاکنو)) پر وړاندې به ودرېږي.
پژواک د امنیت او عدالت ډلې څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ویاند سره شریکې کړې؛ خو هغه وویل چې په دې اړه باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون او یا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کمېشنر ځواب ووايي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي د نننۍ خبري ناستې پر مهال د ځینو نوماندانو د غیر قانوني ټاکنیز کمپاین په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په هره برخه کې چې سرغړونه وشي، هغه مهال مکلف او مسوول دی چې د چا له لوري شکایت ثبت شوی وي؛ خو له وخت څخه وړاندې تبلیغاتو په اړه مو تر اوسه هېڅ شکایت نه دی ترلاسه کړی.
الیاسي زیاته کړه چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو له دفترونو په رسمي ډول غوښتل شوي چې له ټاکلې مودې وړاندې دې ټاکنیز کمپاینونه نه کوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.