کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو شپږو احتمالي نوماندانو او یو شمېر سیاسي جریانونو د سولې د لویې مشورتي جرګې جوړېدل ټاکنیز کمپاین بللی او په دې جرګه کې یې له ګډونه ډډه کړې ده.
«د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ملي ــ ډیموکرات او پرمختګ غوښتونکو سازمانونو ايتلاف» او د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او برابرۍ، د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت، د نورالحق علومي په مشرۍ د ولسواکۍــ پراختیا او توزان، د احمد ولي مسعود په مشرۍ د بدلون، د فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټاکنیزو ټېمونو د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدل سیاسي چل او ټاکنیز کمپاین بللی او په دې جرګه کې یې له ګډونه ډډه کړې ده.
له دې مخکې هم د احمد ولي مسعود، محمد ابراهیم الکوزي، عبدالحکیم تورسن، رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي، شیدا محمد ابدالي، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر، نور رحمن لېوال او نورالحق علومي په ګډون د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ احتمالي نوماندانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون او د سولې عالي شورا د غړو پر ترکیب نیوکه کړې او لیکلي یې وو، د سولې بهیر د پر مخ وړلو لپاره د دواړو جوړښتونو د غړو په ټاکنه کې له دوی سره مشوره نه ده شوې.
په ورته وخت کې نن د افغانستان ملي پیوند، د افغانستان ملي متحد، د افغانستان ابادي، ملي وطن، همسبتګی سعادت مردم افغانستان، تفاهم و دموکراسي افغانستان، د افغان سولې ملي فعالان، وطن، توسعه افغانستان، ترقي افغانستان په ګډون ۱۱ سیاسي ګوندونو او د ګوندونو او سیاسي سازمانونو کمېسیون «د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ملي ــ ډيموکرات او پرمختګ غوښتونکي سازمانونو ايتلاف» په کابل کې د ولسمشرۍ ټاکنو د احتمالي نوماند نورالحق علومي په ګډون د سولې مشورتي جرګه تحریم کړې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند یادې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، سیاسي جریانونو د ملي یووالي حکومت د ناقانونو اقداماتو پر وړاندې د مبارزې لپاره ايتلاف کړی دی.
نوموړي د ملي یووالي حکومت پر مشرتابه نیوکه وکړه او د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدل یې سیاسي چل، د وخت ضایع او ټاکنیز کمپاین وباله او ویې ویل، په دغو مراسمو کې ګډون چې اجنډا یې شخصي او عامه دوکه ده، بې ګټې دی.
نوموړي زیاته کړه: ((هغه سوله چې د ټولو هېوادوالو حقونو ته په کې توجه وشي ښه ده، خو د سولې په مشورتي جرګه کې سفارشي کسان بلل شوي، له دې امله به مثبتې پایلې ونه لري، نو د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندانو ځکه ژمنه کړې چې په هغه صورت کې به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي چې دوی ټول د سولې مشورتي جرګې او د سولې عالي شورا غړیتوب ولري، له دې پرته به د ولسمشرۍ ټاکنو هېڅ احتمالي نوماند د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون ونه کړي.))
نوموړي ادعا وکړه چې د ملي یووالي حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او تر اوسه یې د افغانستان د اساسي قانون ۶۴ مادې نقض کړې او د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي د حکومت جواز قانوني او حقوقي نه دی او ملي ګوندونه، حقوق پوهان، مدني ټولنې او اړوند کسان مشوره کوي چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت د دوام لپاره څه ډول جوړښت رامنځته کړي.
دغه راز د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټېم هم د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل تحریم کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې د دغه ټېم مشرتابه له دې مخکې هم د حکومت له خوا د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې یو مشورتي اقدام نه، بلکې سفارشي لویه جرګه بللې وه.
سرچینې زیاته کړې چې د «سولې او اعتدال» ټېم په ځانګړې توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پر جوړېدو، اجنډا، جوړښټ او د دې جرګې د غړو د ټاکلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي: ((د هېواد سترو مصلحتونو او د جرګې د تاریخي ارزښت په درک د سولې او اعتدال ټېم مشرتابه د ټولو سیاسي ګوندونو، جریانونو او په دغه ټېم کې له سیاسي څېرو سره د اجماع پر اساس په دې جرګه کې ګډون او برخه اخیستل رد کړي او په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه یې وروستۍ ژمنې او د جرګې د جوړېدو له بهیره کره ارزونې ته ځنډولی دی.))
سرچینې لیکلي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټېم د سولې مشورتي جرګه رد کړې او هغه یې د حکومت له خوا د سولې په بهیر کې د وخت له ضایع او د ناقانونه ټاکنیزو سیالیو لپاره له هڅو پرته بل څه نه دي ګڼلي او ټینګار کوي چې: ((موږ اعلان کوو چې په دې سفارشي لویه جرګه کې به د سولې او اعتدال ټېم او یا د غړو ګوندونو او جریانونو په استازيتوب هېڅوک ګډون ونه کړي.))
بلخوا د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټېم هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې په مشورتي لویه جرګه کې له ګډونه ډډه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د امنیت او عدالت ټاکنیز ټېم د افغانستان د خلکو لپاره سولې ته د لاسرسي او له بحرانه د تېرېدو له هر مثبت ګامه ملاتړ کوي خو د سولې د مشورې په نوم له باوري ملي بنسټونو لکه د حاکم ټېم له خوا د نظر اخیستو په پلمه له جرګې څخه ناوړه ګټه اخیستنه ناسم، بې ګټې او بې سیاسي او حقوقي مشروعیته اقدام دی.))
سرچینې لیکلي، د جرګې د غړو په ټاکلو کې د منظم او منطقي میکانیزم نه موجودیت، له روښانه موخو او لګښت پرته د بې وزله ملت له خزانې د پنځه میلیونه ډالرو ځانګړي کول، د جرګې د مشروعیت نه لرل، د جرګې د جوړېدو په برخه کې د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ګوښه کول او نور لویې مشورتي جرګې د جوړېدو پر وړاندې اساسي ستونزې دي.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، د امنیت او عدالت ټاکنیز ټېم او د افغانستان د خلکو محور سیاسي جریان د جرګې د جوړېدو په اړه له هر اړخیزو څېړنو وروسته شته جدي اندېښنو ته په پام دې پایلې ته ورسېدل چې په یاده جرګه کې ګډون ونه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د جهاد او مقاومت له ارزښتونو د ساتنې بهیر د سولې مشورتي جرګه فرمایشي او کمپایني بللې او وايي، یاده جرګه نه شي کولای چې د افغانستان ستونزې حل کړي او د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي.
ټاکل شوې چې د سولې مشورتي جرګه د غويي په نهمه ترسره شي او له ټول هېواده به له دوه زرو ډېر کسان په کې برخه واخلي چې له طالبانو سره به د سولې خبرو لپاره سرې کرښې وټاکي.
د جهاد او مقاومت له ارزښتونو د ساتنې د بهیر مشر او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټېم مهم غړی جنرال دین محمد جرئت نن په یوه خبري ناسته کې وویل: ((موږ د سولې مشورتي جرګې په نوم اوسنی بهیر ردوو او هغه د حکومت له خوا د وخت د ضایع کېدو او د ټاکنو لپاره له کمپاین پرته بل هېڅ نه ګڼو.))
هغه زیاته کړه، دا مهال د جرګې په نوم ناسته قانوني مشروعیت نه لري، له وخت مخکې د کمپاین او د ولسمشر په ټاکنیز کمپایني ټېم کې د کسانو له جذب پرته به بل هېڅ ډول لاسته راوړنه ونه لري.
نوموړي زیاته کړه: ((د ولسمشر د واک قانوني دوره د غبرګولي په لومړۍ پای مومي او ولسمشر غواړي چې د دې جرګې په جوړېدو خپل حکومت ته دوام ورکړي او د سولې او ثبات لپاره هېڅ ډول اراده نه لري.))
هغه زیاته کړه، زه به د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر د مشر او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټېم د مهم غړي په توګه د سولې د مشورتي لویې جرګې په نوم په ناسته کې ګډون ونه کړم او دغه فرمایشي ناسته هېڅکله په هېواد کې د روان بحران د پای ته رسېدو لپاره ګټه نه لري.
په ورته وخت کې د فرامرز تمنا په مشرۍ د «تدبیر او توسعه» ټاکنیز ټېم هم د سولې د مشورتي لویې جرګې له تحریم کوونکې ډلې سره یو ځای شو.
یاد ټېم په یوه خبرپاڼه کې په راتلونکې میاشت کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول غیر ضروري بللي او لیکلي یې دي، د دغه ټاکنیز ټکټ غړي به په یاده جرګه کې ګډون ونه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند احمد ولي مسعود ویلي چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي.
ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه به «له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د چوکاټ او حدودو ټاکلو» او «سولې ته د لاسرسي څرنګوالي د تعریف» په موخه د روان کال د غويي په نهمه په کابل کې ترسره شي.
اوس مهال د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون د دې جرګې د ترسره کولو لپاره په تیاریو بوخت دی.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون کوونکو کسانو د ټاکلو بهیر بشپړ شوی او د دغه بهیر نورې چارې په شدت روانې دي.
د یادونې ده، د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټېم هم تېره ورځ یاده جرګه تحریم کړې ده.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.