کابل (پژواک،۲۸ کب ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر مخکښ نوماندان د پاتې حوزو د ټاکنو د پایلو د ژر اعلانېدو غوښتنه کوي او وايي، د ملي شورا اوولسمه دوره دې ژر تر ژره پرانیستل شي.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه ترسره شوې او له هغه وروسته ولسمشر د یوه فرمان له مخې د ټاکنو قانون تعدیل او د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي یې له دندو لرې کړل. د ټاکنیزو کمېسیونونو نوو غړو د کب په ۱۳ مه لوړه وکړه.
د قانون پر اساس، د ملي شورا د اوولسمې دورې لومړۍ ناسته باید د ولسمشر له خوا د روان کال د کب په ۱۶ مه پیل شوې وای، خو د ولسمشر ویاند ویلي چې د ملي شورا د اوولسمې دورې ناسته د پاتې حوزو د ټاکنو تر اعلان وروسته ترسره کېږي.
نن د ولسي جرګې شاوخوا ۵۰ نوماندانو چې ځینو یې وروستي نوملړ ته لار موندلې او یو شمېر نور لومړني لېست ته بریالي شوي په یوه ناسته کې د پاتې حوزو د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د ژر اعلانېدو غوښتنه وکړه.
د یادو شاوخوا ۵۰ نوماندانو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي: ((له بده مرغه موږ شاهد یو چې ځينې داخلي او بهرنۍ کړۍ د سولې بهیر د ګډوډۍ، د نظام د کمزوري ښکارولو او خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره مټې بډوهلې او عملي کار کوي، خو په دغه ډول حساسو شرایطو کې د هېواد د درې ګونو قواوو موجودیت او فعال پاتې کېدل د ملي ګټو او ثبات د ټینګښت ضامن دي.))
سرچینې ویلي، د مقننه قوې نشتون د حکومت او نظام د کمزورتیا لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((په دې وروستیو کې یو شمېر کسان د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو لپاره پر دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو مستقیم او غیر مستقیم فشار راوړي.))
د مخښکو نوماندانو په خبرپاڼه کې راغلي: ((په ولسواکو نظامونو کې د اساسي قانون پر اساس درېیمه قوه «پارلمان» دوو نورو قوو ته مشروعیت ورکوي، له همدې امله له دواړو کمېسیونونو څخه په درنښت هیله کوو چې د خلکو رایو ته احترام وکړي، د ټاکنو بهیر او ټاکنو د پایلو مخه ونه نیسي او ژر تر ژره باید د ولسي جرګې وروستۍ  پایلې اعلان کړي، ځکه د وروستیو پایلو ځنډول به په هېڅ صورت د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي.))
د نننۍ ناستې ګډونوالو د ټاکنو د څار له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي څو ژر تر ژره د پاتې ولایتونو پایلې اعلان، نظام بشپړ او د ولسي جرګې اوولسمه دوره پیل شي.
په خبرپاڼه کې د شورا د پرانیستې د نېټې پر ټاکلو  د ټينګار ترڅنګ راغلي، د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د اعلان ځنډول د ولسواکۍ نظام تر پوښتنې لاندې له راوستو او د دېموکراسۍ او ولسواکۍ نظام پر تابوت له مېخ وهلو پرته بل څه نه دي.  
د فراه د خلکو استازي همایون شهیدزاده چې ټاکنو کمېسیون ورته باور لیک هم ورکړی رسنیو ته وویل: ((زموږ هېواد له ډېرو حساسو شرایطو سره مخامخ دی او د هېواد درېیمه قوه نشته، دغه قوه د هېواد، خلکو او نظام د بقا لپاره دېره مهمه ده او د اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره یې باید په رسمي ډول چارې پیل شي.))
د نوموړي په خبره، د سولې د لویې مشورتي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو او سولې بهیر د پر مخ وړلو لپاره باید مقننه قوه کار پیل کړي، څو وکولای شي په دغه بهیر کې مهم او زغنده رول ولوبوي.
ټاکل شوې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او له طالبانو سره د خبرو لپاره د راتلونکي کال په غويي میاشت کې د درېیو ورځو لپاره د سولې مشورتي جرګه جوړه شي.
د ولسي جرګې یو شمېر مخکښو نوماندانو نن په داسې حال کې د پاتې حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېسیون نن د هرات، بلخ، پکتیکا، غور، بادغېس ولایتونو او اهل هندوانو د حوزې وروستۍ پایلې اعلان کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې د ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکنیو غړو له خوا اعلان شوې وې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.