کابل (پژواک ۲۷ سلواغه ۹۷): ولسمشرۍ ریاست «د ټاکنیزو کمېسیونونو او د دارالانشاء رییسانو د غړیتوب لپاره د نوماندانو د معرفۍ د شرایطو معلوماتي کڅوړې» د سیاسي ګوندونو له غړو سره شریکې کړې.
د حکومت د رسنیو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې، راغلي چې په نننۍ ناسته کې د ولسمشر استازي احمد راشد توتاخیل په عدلیې وزارت کې د ۷۲ ثبت شوو سیاسي ګوندونو استازو ته د سیاسي ګوندونو له خوا د ټاکنیزو کمېسیونونو غړیتوب او د یادو کمېسیونونو د دارالانشاء د رییسانو لپاره د نوماندانو د معرفۍ د شرایطو معلوماتي کڅوړې ووېشلې.
خبرپاڼې زیاته کړې، په دې ناسته کې «د ټاکنیزو کمېسیونونو او د دارالانشاء رییسانو د غړیتوب د معرفۍ» د معلوماتي بستو پر شریکولو سربېره له دوى څخه وغوښتل شول چې د یوې اونې په جریان کې پر شرایطو برابر کسان معرفي کړي.
د سرچینې د معلوماتو په اساس، د دې چارو د همغږۍ لپاره د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د ریاست دفتر «د ولسمشرۍ ریاست علي مقام» د حقوقي ادارې له خوا یو لنډ مهاله کاري واحد جوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه د روان کال د سلواغې په ۲۳مه کابینې تصویب او وروسته د ولسمشر له خوا توشیح شوه.
دغه طرحه مخکې د ولسمشر د دویم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ په ګډو غونډو کې د سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو او په ټاکنو پورې اړوند مدني بنسټونو د رایو په اتفاق تایید شوه.
د ټاکنو د قانون د تعدیل د طرحې له توشیح وروسته، ولسمشر د تقنیني فرمان په اساس د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو په ګډون ټول کمېشنران له دندو لرې کړل او لویې څارنوالۍ د دغو کمېشنرانو له هېواده په بهر وتلو بندیز ولګاوه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.