کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۷): چارواکي وايي، د کمېشنرانو له ګوښه توب څخه وروسته د ولسي جرګې ټاکنو اړوند مسایلو باندې په عادې ډول کار روان دی؛ خو د ۱۷ ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو په اړه نوي کمېشنران پرېکړه کولی شي.
ولسمشر تېره ورځ د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه توشیح کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو غړي ګوښه شول او د لويې څارنوالۍ ادارې د اعلاميې په خپرولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړل.
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو کمېشنرانو د غوراوي بهیر به ډېر ژر پیل شي او د نوو کمېشنرانو تر معرفي به د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء مشران د لنډې مودې لپاره د کمېسیونونو د مشرتابه چارې پرمخ وړي او د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې ټاکنو ته چمتووالی په عادي ډول دوام لري.
 د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه او کندهار ولایت کې د لړم په ۵ مه ترسره شوې، کمېسیون له درې میاشتو ځنډ وروسته، د ټاکنو لومړنۍ پایلې او وروسته يې بیا د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي دي.
خو تراوسه د ۱۵ ولایتونو وروستۍ او دغه راز د کوچیانو او اهل هنود حوزو ټاکنیزي پایلې نه دي اعلان شوي.
د ولسمشرۍ ویاند شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وويل چې د کمېشنرانو ګوښه کول د ولسي جرګې ټاکنو پر پایلو هېڅ اغېز نه لري، د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشاء د مدیریت په برخه کې په عادي ډول کار دوام لري.
نوموړي زیاته کړه، د کمېسیونونو چارو ترسره کولو لپاره به ډېر ژر نوي کمېشنران ور وپېژندل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي، پژواک خبري آژانس ته وويل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د درې نورو ولایتونو (غور، لوګر او بادغیس) پایلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولې دي او د دې کمېسیون چارې د عملياتي برخې له لوري په عادي ډول ترسره کېږي؛ خو دا برخه د ټاکنو پایلو اعلان په تړاو اجرايي واک نه لري. 
نوموړي د ۱۸ ولایتونو اعلان شوې پایلې د دې کمېسیون له لوري نهايي شوې وبللې او ويې ویل چې د پاتې ۱۷ ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو په اړه به نوي کمېشنران چې وروسته معرفي کېږي، پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په روانه اونۍ کې د ننګرهار، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، هرات او وردګو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو پایلې د تطبیق لپاره د ټاکنو کمېسیون ته ولېږي.
د کابل، کندهار، هلمند، تخار ولایتونو، د کوچیانو او اهل هنود حوزو د ټاکنو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوي. 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.