کابل (پژواک،۲۱ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو سلګونه پلویانو د کابل ښار په پښتونستان څلورلاري کې شاوخوا شپږ ساعته د ترافیکو پر مخ لار وتړله، خو پولیسو د اوبو په شیندلو سره هغوى خواره واره کړل.
د معترضو نوماندانو سلګونه پلویانو د کابل حوزې د ټولو رایو د لغوه کېدو او په دې حوزه کې د ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، که غوښتنې یې ونه منل شي د کابل د دولتي ادارو دروازې به وتړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. کمېسیون له درې میاشتني ځنډ وروسته د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې او وروسته یې د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې او ویلي يې دي. د کب میاشتې په ۱۵ مې نېټې به د پاتې حوزو د ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي.
خو یو شمېر معترض نوماندان او پلویان یې نن سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر یوې نیمې بجې د کابل ښار په پښتونستان څلور لاري کې راټول شوي وو او دغې څلور لاري ته غځېدلې لارې یې د ترافیکو پر مخ وتړلې.
د حسن جان دولت زي په نوم یوه معترض نوماند ادعا وکړه چې د کابل حوزې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او زیاته یې کړه، اسناد لري چې ځینو نوماندانو د سلګونه زره امریکايي ډالرو په بدل کې ولسي جرګې ته لار پیدا کړې ده.
هغه وویل: ((موږ د ارګ دروازې ته نږدې راغلي یو، د عدالت غوښتنه کوو او څو چې ولسمشر زموږ غوښتنې ونه مني موږ له دې ځایه نه ځو.))
بل معترض نوماند ضیاالدین کمال وویل: ((موږ دلته د تحصن خېمه وهو او تر څو چې عدالت ونه شي همدلته پاتې کېږو.))
کمال وویل، ولسمشر او اجرایيه رییس سره له دې چې مسوولیت لري څو د خلکو غږ واوري او له فساد سره مبارزه وکړي، خو تر اوسه یې د معترضو نوماندانو غږ نه دی اورېدلی.
معترضو نوماندانو غوښتل چې له پښتونستان څلور لاري سره د تحصن خېمه ودروي چې د امنیتي ځواکونوله مخالفت سره مخ شول او پولیسو د اور وژنې د عملې په سیله یې د اوبو شیندلو له لارې لاریون کوونکي خواره واره کړل.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وویل، ځینو معترضو نوماندانو پرته له دې چې پولیسو ته خبر ورکړي د کابل ښار د پښتونستان څلور لاري لار د ترافیکو پر مخ وتړله او غوښتل یې چې د تحصن خېمه هم ووهي.
خو هغه زیاته کړه، پولیس د دې لپاره چې پر دې مسیر ګڼه ګوڼه خلکو ته ستونزې رامنځته نه کړي د تحصن خېمې د درولو مخه ونیوله او وروسته له دې چې لاریون کوونکو غوښتل لاریون په تاوتریخوالي بدل کړي پولیسو یې د خواره واره کولو لپاره د اوبو شیندلو له وسایلو استفاده وکړه.
هغه وویل، اوس یاده لار د ترافیکو پر مخ خلاصه ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.