کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷): د بدخشان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس د دغه کمېسیون مرکزي دفتر د ولسي جرګې د ټاکنو په پایلو کې په لاسوهنه تورنوي او د قانون د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د بدخشان د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه ییز دفتر رییس حمیدالله سادات، نن په کابل کې په خبرې ناسته کې د دغه کمېسیون د مرکزي دفتر په غړو نیوکه وکړه او ویې ویل، په هغه پایلو کې چې سیمه ییز دفتر ورته لېږلې، لاسوهنه شوې او د ټاکنو کمېسیون ته جعلي پاڼې تسلیم شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مرکزي دفتر مسوولینو د دغه کمېسیون د بدخشان ولایت د سیمه ییز دفتر پایلو او پرېکړې ته هېڅ توجه نه ده کړې.
هغه زیاته کړه: ((هغه پایلې چې موږ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپارلې، څو پاڼې وې او په هره پاڼه د دارالانشاء برخې لاسلیک موجود و، خو د ټاکنو کمېسیون ته د سپارل شوو پایلو یواځې په وروستۍ برخه لاسلیک شوی او له دې څرګندېږي چې په پاڼو کې لاسوهنه شوې ده.))
سادات ادعا وکړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو شمېر نوماندانو ته رایې زیاتې کړې وې، خو کله یې چې لاسوهنه په ډاګه شوه، درې کمېشنران د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر ته تللي او په وروستۍ مرحله کې یې د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتنه کړې ده.
هغه وویل، دغه کمېسیون د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته پرېکړه کړې چې د ۲۶۳ محلونو رایې دې له سره وشمېرل شي.
هغه روښانه کړه، د یادو محلونو د رایو له بیا شمېرنې وروسته په اټکلي ډول د ځينو نوماندانو ۴۰۰ رایې باطلې یا باوري وګڼل شوې، نو له دې امله شاید د دغه ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې تغيیر راغلی وای، خو دې ارزونو ته هېڅ پام ونه شو.
د بدخشان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییس په ټینګار سره زیاته کړه: ((موږ خپل کار په رښتینولۍ، امانتدارۍ او بشپړې ایمان دارۍ ترسره کړی، خو زموږ پایلو ته پام نه دی شوى.))
هغه له لسمشر او عدلي او قضایي بنسټونو وغوښتل چې دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي او له هغو کسانو سره چې په دې برخه کې یې درغلي کړې، قانوني چلند وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بدخشان د سیمه ییز دفتر منشي دې ته په اشاره چې د دغه کمېسیون مرکزي دفتر ته په سپارل شوو پایلو کې درغلي شوې، وویل: ((هغه اسناد چې موږ مرکزي کمېسیون ته لېږلي په اړه یې ځواب ورکوونکي یو، خو د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي کمېسیون له خوا د ټاکنو کمېسیون ته د سپارل شوو اسنادو په اړه موږ هېڅ مسوولیت نه لرو، په دې اړه باید کمېشنران ځواب ووايي.))
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۳مه د بدخشان، کونړ او سرپل ولایتونو یو شمېر مخکښو نوماندانو له وروستي لېسته د خپلو نومونو د لرې کېدو په اعتراض کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مرکزي دفتر دروازه وتړله.
دوی د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون نیوکه کړې او ویلي یې دي، د یادو نوماندانو په تړاو په نیمه شپه کې (ظالمانه، پټه او غلاکوونکې) پرېکړه ترسره شوې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید په دې اړه ځواب ورکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.