کابل (پژواک،۷ سلواغه ۹۷): د حراست او ثبات شورا پر دې د ټينګار تر څنګ چې حکومتي مشران دې له «ټاکنیزو کشمکشونو» ډډه وکړي، له داسې سولې ملاتړ اعلان کړ چې د جګړې د پای ته رسېدو او عدالت د تامین لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو امریکا استازو څلور ځله د سولې د ټینګښت لپاره خبرې کړې او وروستۍ دورې یې شپږ ورځې وخت ونیو او تېره ورځ پای ته ورسېدې.
دواړو لوریو ویلي چې په دې خبرو کې تر یوې کچې پرمختګ شوی، خو لا توافق ته نه دي رسېدلي.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشوال نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال دې خبرو ته په اشاره وویل، یواځې د افغانستان وګړي د سولې به برخه کې وروستۍ واک لري او هر کله چې د سولې تړون د لاسلیک وخت رارسېږي، باید د افغانستان د خلکو په استازیتوب افغان دولت پرې لاسلیک وکړي.
هغه سیاسي چارواکو او حکومتي مشرانو ته په اشارې زیاته کړه: ((د سولې په مسئله کې دې د ادرسونو له زياتوالي ډډه وشي، د ټولو غږ دې یو شي، د سولې د خبرو لپاره د ادرسونو زیاتېدل د مخالفینو د قوي کېدو او دولت د کمزورتیا لامل کېږي.))
ده وویل، افغانان باید سره یو شي او په دې برخه کې یو غږ پورته کړي.
نوموړي نږدې او لرې ګاونډیانو ته په خطاب کې وویل: ((ناامنه افغانستان ستاسو هېڅ هېواد په ګټه نه دی، خو په افغانستان کې د سولې راتلل د ټولو په ګټه دي.))
هغه دغه راز له پاکستانه وغوښتل چې د ګاونډيتوب د حقونو په رعایت په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي، که نه نو په افغانستان کې بل اور به یوه ورځ پاکستان ته هم ورسېږي.
د هغه په خبره، د افغان دولت د مخالفینو له پلویانو سره هم باید سوله وشي، ځکه د ده په خبره د جګړې عاملان کولای شي د سولې په راتلو کې هم ډېر مهم رول ولوبوي.
نوموړي دغه راز د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب نیوکه وکړه او ویې ویل، باید داسې قوي او جامع پلاوی جوړ شي چې د ټول هېواد استازيتوب وکړي.
نوموړي په هېواد کې سوله یوه اړتیا او د خلکو هيله وبلله او زیاته یې کړه، دغه شورا د داسې سولې ملاتړ کوي چې جګړه پای ته ورسوي او د عدالت د تامین ملاتړ وکړي؛ سوله باید د ځینو خلکو د حقونو د ضایع کېدو لامل نه شي.
ده زیاته کړه، اساسي قانون دې د اړتیا له مخې تعدیل شي، خو تعدیل یې باید د همدغه قانون له مخې ترسره شي.
مسعود ترشوال وویل: ((د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو اساس هوکړه لیک دی، اوسنی حکومت یو توافقي حکومت دی او د دغه حکومت مشران باید له ټاکنیزو کشمکشونو ډډه وکړي.))
هغه زیاته کړه، د حراست او ثبات شورا د حکومتي نیمګړتیاوو د پوره کولو هڅه کوي او په هره کچه چې د ملي یووالي له عنوانه لرې شو، د افغانانو په خیر نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه شو، خو اجرائیه رییس وویل چې دا کار باید نه وای شوی، ځکه د ملي یووالي حکومت د سياسي هوکړه لیک په اساس رامنځته شوی او کار ته یې دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د یادې شورا غړو په بېلا بېلو ټاکنیزو ټکټونو کې ګډون کړی او شورا تر اوسه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.
ترشوال وویل، همدا اوس د یادې شورا مشران له څلورو ټاکنیزو ټکټونو سره لیدل کېږي، خو له شورا نه دي لرې شوي.
د نوموړي په خبره، دغه شورا تیاره ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو نیمګړتياوې مديریت کړي.
ترشوال د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو په راوستو ټينګار وکړ او ویې ویل، په مرکز او ولایتونو کې د دغه کمېسیون په ټولو مدیریتي سطحو کې باید اصلاحات عملي شي.
هغه په هېواد کې د سوله ییز واک د لېږد یواځینۍ لار ټاکنې وبللې او ویې ویل، باید اصلاحات راشي څو په دغه کمېسیون او د ټاکنو په بهیر د خلکو له لاسه ورکړی باور بېرته راژوندی شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.