کابل(پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷):د کوچيانو معترض نوماندان وايي، د ټاکنو پايلې نه مني؛ ځکه چې د کوچيانو په ټاکنيزه حوزه کې د کارول شويو رايو ٧٠ سلنه "خيالي او تزويري" رايې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرغومي په ۲۴ مه د کوچيانو له حوزې څخه د مخکښو نوماندانو نوملړ اعلان کړ.
د لومړنيو پايلو د اعلان پر بنسټ؛ الحاج شاه وزير تره خېل   ٢١٧٣٨رايې، حبيب الرحمن افغان ٥١٤٨ رايې، ميرويس حسين خېل ٤٦٧١، ننګيالي لونګ  ٤١٤٧، حاجي پرويز عرب زاده ٣٦٢٩، الحاج حيدر جان نعيم زوى ٣٢٧٠، رسول خان کوچي ٢٨٥٣، حميدې احمدزۍ ١٩٤٠، مريم سليمان خېل ٨٣٩ او فرزانې کوچۍ د ٧٩٨ رايو په ترلاسه کولو تر اوسه د کوچيانو په حوزه کې د مخکښو نوماندانو په ډله کې دي.
د کوچيانو شاوخوا ٢٨ معترضو نوماندانو او د هغوى يو شمېر پلويانو نن کابل کې خبري ناسته کې برخه واخيسته او ويې ويل چې دغه پايلې نه مني.
له يادو نوماندانو څخه، ذوالفقار ستانکزي وويل چې د کوچيانو د پاکو رايو ددفاع په حرکت  کې د کوچيانو د حوزې ۳۰ نوماندان غړيتوب لري، چې له دې ډلې څخه مريم سليمان خېل او فرزانه کوچۍ د کوچيانو په حوزه کې د مخکښو نوماندانو په ډله کې راغلي دي.
دى وايي چې دغه حرکت د نورو ۲۸ نوماندانو له رايو دفاع کوي.
 د ده په وينا، د کوچيانو له ۱۵۱۵ محلونو څخه په ۶۰۴ محلونو کې رايې کارول شي، خو له يادو محلونو څخه په ۱۹۹ محلونو کې "خيالي او تزويري" رايې د ځانګړو نوماندانو په ګټه کارول شوې دي.
هغه وويل:"موږ په اوله ورځ هم ويلي وو چې د کوچيانو په حوزه کې له ۱۸ زره تر ۲۰ زرو رايې کارول شوي چې پاکې او سپېڅلې رايې دي، ولې نن د ټاکنو د کمېسيون په سيسټم کې ۶۶۴۷۰ رايې سيسټم ته ختلي دي چې له دې جملې ۴۶ زره رايې خيالي، تقلبي او تزويري رايې دي."
ستانکزی وايي:"د انتخاباتو په کمېسيون کې د مافيا يو بانډ موجود دی چې د مشخصو نوماندانو لپاره يې جعلي، تزويري او تقلبي صندوقونه ډک کړل او دلته يې سيسټم ته اوچت کړل."
د کوچيانو د حوزې بل متعرض نوماند سيد محمد حريف هم وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپل سيسټم ته ۷۰ سلنه خيالي او تزويري رايې اوچتې کړې دي چې د پايلو دغه اعلان په هېڅ صورت د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.
ده د رايو د درېيو جدولونو کاپي ګانې رسنيو ته وښودې. په دغو جدولونو کې ښکاري چې د ميرويس حسين خېل او ننګيالي لونګ په يوه جدول کې رايې نه لري خو په بل جدول کې چې سيستم ته اوچت شوي، سلګونه رايې ورکړل شوې دي.  
هغه وايي چې که د کوچيانو د پاکو رايو ددفاع حرکت شکايتونو ته رسېدنه ونه شي او پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي، دوی به پراخ مدني خوځښتونه پيل کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.