کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د ملي امنيت پخوانى سلاکار محمد حنيف اتمر هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړه.
نوموړي د مرغومي په ٢٨مه له نوم ليکنې مخکې په کابل ښار کې يوه لويه غونډه رابللې وه چې په کې يې د خپل انتخاباتي ټيم اعلان هم وکړ.
حنيف اتمر وويل چې ټاکنيز ټيم يې ((سوله له او اعتدال)) نومېږي، محمد يونس قانوني به يې لومړى او محمد محقق به يې دويم مرستيال وي.
هغه زياته کړه چې د هېواد ٣٠ سياسي ګوندونو او جريانونو او ٢٠ مهمو شخصيتونو د ده له ټاکنيز ټيمه ملاتړ کړى دى.
د نوموړي په وينا، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پير ګيلاني، صبغت الله مجددي، سيد منصور نادري، اسماعيل خان، عطاء محمد نور او يو شمېر نورې سياسي څېړې يې ملاتړي دي.
د دې غونډې پر مهال د حنيف اتمر او د هغه د مرستيالانو ترمنځ يو هوکړه لیک لاسليک شو.
اتمر يادې غونډې ته د سولې په تړاو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې اړه ګڼې اندېښنې شته دي.
د هغه په وينا، د سولې په اړه د اوسني حکومت کړنلاره د باور وړ نه ده او په دې برخه کې په پرېکړو کې انحصار موجود دی.
اتمر وايي، حکومت داسې تګلاره غوره کړې چې د ملت له غوښتنو سره سمون نه لري او اوس هم د پنځو نورو کلونو لپاره د سولې خبرې کوي.
نوموړي زياته کړه ملت نور پنځه کاله د وينې تويېدنې توان نه لري، سوله د ټولو هيله ده او په دې برخه کې به په رښتينې توګه کار وکړي.
حنيف اتمر وويل چې د دغه ټکټ مهمه موخه افغانستان له اوسنيو حالاتو او اوسني حکومته خلاصول دي.
د نوموړي په وينا، افغانستان له څلورو ګواښونو سره مخ دى، تحميلي جګړه، نړيوال رقابتونه او د سيمې بې ثباتي، فقر او محروميت او وروستى ګواښ د اوسني حکومت ناتواني ده چې دغه ګواښونه اوستونزې نه شي هوارولى.
اتمر د رياستي نظام د بدلون خبره رد کړه، خو ټينګار يې وکړ چې له برياليتوب وروسته به د لويې جرګې له لارې په اساسي قانون کې تعديل راولي چې له مخې به يې دغه نظام ساتل کېږي، خو د نظام د ښېګڼې لپاره به په‌ کې اصلاحات رامنځته کوي.
هغه زياته کړه، په رياستي نظام کې به د صدارت او د درېيمې مرستيالۍ پوسټونه او همدا شان به د مشورتي عالي شورا چې مطرحې سياسي او جهادي څېرې به په ‌کې وي، رامنځته کوي.
يادې غونډې ته د اتمر لومړى مرستيال يونس قانوني هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه ټيم د يوه نوي افغانستان لپاره جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، د دغه ټيم نوم سوله ده، تر دې مخکې چې په هېواد کې حقيقي سوله رامنځته شي، بايد په لومړي سر کې په خپلو منځو کې سوله وشي.
د نوموړي په وينا، په خپل منځ کې د يو بل تر منلو او سولې کولو وروسته له وسله والو مخالفينو سره سوله وشي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٨ لمريز کال د چنګاښ په ٢٨مه ترسره شي.
تر اوسه د دې ټاکنو لپاره عبدالحکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام، زلمي رسول، نور الحق علومي، فرامز تمنا، شهاب حکيمي او حنیف اتمر د ولسمشرۍ ټاکنو راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندیدان کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.