کابل (پژواک ٢٧ مرغومی ۹۷): محمد شهاب حکیمي نن په ټاکنو کمېسیون کې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اتم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.
محمد شهاب حکیمي په خپل ټاکنیز ټکټ کې عبدالعلي سرابي د لومړي مرستیال او ډاکتر نورالحبیب حصير د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
محمد شهاب حکیمي د لېسانس زده کړې د کابل پوهنتون په کرنې پوهنځي کې ترسره کړې او د ماسټرۍ سند یې د اسلام اباد له امریکايي پوهنتون (PSU) څخه تر لاسه کړی دی.
نوموړی د څو کلونو لپاره د ماین پاکۍ موسسې (MDC) رییس، د ماین پر وړاندې د افغانانو د نهضت رییس او د کابل پوهنتون د کرني پوهنځي استاد پاتې شوی دی.
حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري، خو د پخوانیو مشرانو د کمزوري مديریت له امله د بېلا بېلو پېښو قرباني شوی او له بده مرغه په هېواد کې یو ډول تشه احساسېږي.))
هغه هیله مندي ښکاره کړه چې د «سولې، قانونیت او ارامۍ» ټېم وکولای شي دا تشه ډکه کړي او د دغه ډول حکومت په سر کې یو ژمن، متخصص او پوه ټېم ځاي ونیسي څو وکولای شي بېلا بېلو ستونزې لکه قومي تعصبات، له بهرنیانو سره د اړیکو نه موجودیت له منځه یوسي او د هېواد په پراختیا او پرمختګ کې لوی لاس ولري.
د ولسمشرۍ ریاست یاد نوماند د ولسمشرۍ ټاکنو د شافیت او نه شفافیت په اړه وویل: ((د ټاکنو په بهیر کې ستونزې شته، په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم موږ په ټاکنو کې د ستونزو شاهدان وو، خو هلیه لرو چې په ټاکنیز کمېسیون کې ژر او جدي اصلاحات راشي، که په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات رانه شي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به ناشونې وي، که ترسره هم شي، نو تر پارلماني ټاکنو به ډېرې خرابې وي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په باور، اړتیا ده چې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په زده کړه د ولسمشرۍ ټاکنو په ښه ترسره کېدو کې استفاده وکړي څو د ولسي جرګې د ټاکنو ستونزې په ولسمشریزو ټاکنو کې تکرار نه شي.
هغه د سولې په روان بهیر کې د زلمي خلیلزاد هڅې ستايي او زیاتوي، باید له هرې ممکنه لارې په هېواد کې سوله راشي، ځکه جګړې ټول سیاسي، پرمختیايي، اقتصادي او ټولنیزې برخې اغېزمنې کړې دي.
له دې مخکې ډاکتر زلمي رسول له «ملي یووالی، عدالت، امنیت، سوله، او برابري» شعار سره؛ عبداللطیف پدرام له «ازادي، عدالت او امنیت» شعار سره، محمد حکیم تورسن له «موږ عمل کوو شعار نه ورکوو» شعار سره؛ سید نور الله جلیلي؛ عنایت الله حفیظ له «امنیت، مساوات او برابري» شعار سره، نورالحق علومي او فرامز تمنا د (تدبیر او پراختیا) له شعار سره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د ۲۹ مې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د چنګاښ ۲۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړې وه او د روانې میاشتې له ۱۳مې تر ۳۰ مې نېټې یې ورته د نوم لیکنې وخت ځانګړی کړی وو او ویلي یې دي چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو په اساس، هر څوک چې غواړي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي، باید  مسلمان او افغان وي، تر ټاکنو پورې باید څلوېښت کاله عمر د لرلو تر څنګ ۱۰۰ زره سټېکر شوې پېژندپاڼې او یو میلیون افغانۍ د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.