کابل(پژواک،۲۷ مرغومی ۹۷): د «۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو د ګډوډیو را برسېره کولو راپور»  ګډونوال وايي، په افغانستان کې له هر ځل ټاکنو وروسته درغلۍ او سرغړونې زیاتې شوې خو په ټاکنو کې د خلکو ګډون او د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي کم شوي دي.
نن د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعو د انستیتیوت په نوښت په جوړه شوې ناسته کې د دغه انستیتیوت غیر مېشت تحلیلګر «توماس جانسون» راپور وړاندې شو.
د «افغانستان د ټاکنو د دېموکراسۍ افسانه؛ د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګډوډۍ» په نوم  په دې سل پاڼه ییز راپور کې د ټاکنو له درغلیو، ګډوډیو او سرغړونو پرده پورته شوې ده.
په دغه راپور کې یادې ټاکنې له درغلیو ډکې بلل شوې او ویل شوي چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو پایلې ناقانونه او  مشروعیت یې نه درلود.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: ((له ٢٠١٤ کال وروسته چي په افغانستان کې هرې ټاکنې ترسره شوې تر یوې اندازې په کې درغلۍ شوې دي، خو د ۲۰۱۴ ام کال ولسمشرۍ ټاکنې یو خاص مورد و، په دې ټاکنو کې ګډوډۍ دومره زیاتې وې چې د ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټېم د ډاکتر اشرف غني پر ضد اعلان وکړ.))
په دې راپور کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړۍ او دویمې دورې پایلې د هر ولایت کارول شوې رایې، د ټاکنو د نوماندانو نومونه، په (پښتون، تاجک، هزاره او ازبک) قومونو پورې اړوند رایې په روښانه ډول واضح شوې دي.
د دغه سل پاڼه ييز راپور جوړوونکی توماس جانسون چې د سکایپ له لارې یې د غونډې ګډونوالو ته خبرې کولې وویل، دغه راپور د حقیقتونو او عیني واقعیتونو په اساس په بشپړ بې پرې توګه ترتیب شوی دی.
جانسون زیاته کړه، داچې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ناوخته د نوموړي لاس ته ورغلې نو ځکه یې د یاد راپور خپرېدل و ځنډېدل.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا پخواني رییس داوود علي نجفي د یادې ناستې پر مهال دغه راپور مسلکي وباله او ویې ویل، په دې راپور کې یې د ټاکنو ټولو اړخونو ته پاملرنه کړې ده.
دی سره له دې چې وايي، که څه هم د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د اورېدو غوږ نشته خو زیاتوي: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د شفافیت لپاره باید له ټاکنو یوه میاشت مخکې د رایې ورکوونکو نوملړ خپور او نفوس شمېرنه وشي، له نفوس شمېرنې سره تل مقاومت شوی دی که موږ کره نفوس شمېرنه ولرو نو اړتیا نشته چې د ټاکنو مرکزونو ته زیاتې رای پاڼې ولېږل شي، د زیاتو رای پاڼو استول ستونزې را ولاړوي.))
دی دغه راز وايي، څو چې اوسنی ټاکنیز نظام تغیر نه شي عدالت به رامنځته نه شي.
سربېره پر دې، د ټاکنو کمېسیون دغه پخواني کارکوونکي وویل: ((که د ټاکنو کمېسیون واک ونه لري او د خپل قانوني صلاحیت په اساس کار ونه کړي په هېڅ صورت په ټاکنو کې شفافیت نه شي راتللای.))
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ «ټیفا» رییس محمد نعیم ایوب زاده وویل، له هرو ټاکنو ورورسته د درغلي، سرغړونې او د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې د حکومت لاسوهنه زیاته شوې  او برعکس په ټاکنو کې د خلکو ګډون او پر ټاکنو د خلکو باور کم شوی، بلخوا د ټاکنو کمېسیون خپلواکي کمرنګه شوې ده.
هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو د ټاکلو په طریقه د نیوکې تر څنګ وویل: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د ټاکنې کمېټه فلتر شوې نه ده، ځکه سیاسي جوړښتونه او چلندونه موجود وو، تر هغه پورې چې د کمېشنرانو ټاکل له دې فلتره تېر يږي موږ باید د اصلاحاتو تمه ونه لرو.))
ایوب زاده روښانه کړه، حکومت او سیاسي ګوندونه له ۲۰۰۱ کاله تر اوسه ۶۵ سلنه په واک کې دخیل وو، هېڅ یوه د ټاکنیز نظام د بدلون لپاره اراده نه درلوده او نه یې لري.
هغه په هېواد کې د ټاکنو ترسره کېدو ته په اشاره وویل، له ترسره شوو ټاکنو سره تر اوسه پروژه يي چلند شوی او سیاسي ګوندونو هم د وضعیت مطابق چلند کړی دی.
ایوب زاده د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ټاکنو کمېسیون په مرکزي دفتر کې پر قدرت پر تمرکز نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د ولایتي دفترونو وړتیا باید لوړه شي څو د درغلۍ لپاره زمینه محدوده شي باید ټول صلاحیت په مرکزي دفتر پورې اړه ونه لري.))
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رییس په هېواد کې دسولې بهیر ته اشاره وکړه او له جزيیاتو پرته یې وویل: ((د سولې پروسه تر اوسه بې برخلیکه ده، ممکن د سولې بهیر پر ولسمشرۍ ټاکنو اغېز وکړي او ټاکنې و ځنډېږي.))
هغه وايي، د ټاکنو د پایلو د منلو لپاره باید نوم لیکنه پر بایومټریک ماشینونو وشي او د رایې ورکولو پر مرکزونو دې له سره غور وشي، ځکه په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو په ځینو مرکزونو کې بې عدالتي شوې او ان په داسې سیمو کې د رایې ورکولو مرکزونه انتخاب شوي چې د رایې ورکولو هېڅ امکان په کې نشته.
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره شي.
د یادونې ده چې تر اوسه د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره اوو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.