کابل (پژواک، ٢٦ مرغومی ٩٧): د ولسي جرګې د ټاکنو له ۲۳۹ مخکښو نوماندانو ۶۶  یې ښځې او له هرو ۱۳ کسانو یو یې د سیاسي ګوندونو غړي دي او ۶۵ سلنه یې د یادې جرګې د اوسنۍ دورې غړیتوب نه لري.
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې شاوخوا درې میاشتې مخکې ترسره شوې او د لومړنیو پایلو د اعلان بهیر یې تېر ماښام د کابل ولایت او کوچیانو حوزې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته بشپړ شو.
د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو د اعلان شوو لومړنیو پایلو پر اساس، په ټولیز ډول اعلان شوو مخکښو نوماندانو ته له یو میلیون او ۳۰۰زرو ډېرې رایې کارول شوې دي.
اعلان شوې پایلې ښيي چې د ټولو ۲۳۹ مخکښو نوماندانو له ډلې ۸۵ یې د ولسي جرګې د اوسنۍ دورې غړیتوب لري خو ۱۵۴ نور یې د دې جرکې د اوسنۍ دورې غړیتوب نه لري.
 
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي پژواک ته وویل، ولسي جرګې ته د زیاتره نوو کسانو بریالي کېدول په ډاګه کوي چې خلک د ولسي جرګې د اوسنو غړو له فعالیتونو خوښ نه دي.
د ده په خبره، خلک پوهېږي چې د ولسي جرګې زیاتره اوسنيو غړو د خلکو پر ځای ځان ته کار وکړ.
صافي زیاته کړه، له همدې امله خلک غواړي نور استازي تجربه کړي.
زیاتره مخکښ نوماندان هغه کسان دي چې ځانونه یې خپلواک نوماند کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون معلومات ښيي چې له ټولو نوماندانو ۲۲۲ هغه کسان دي چې ځانونه یې خپلواک نوماند کړي وو، پنځه کسان د ملي جنبش، درې درې کسان د وحدت اسلامي ګوند، حزب وحدت اسلامي مردم او دعوت اسلامي، دوه کسان له حزب اسلامي او یو تن د جمعیت اسلامی ګوند له ادرسه نوماند شوي دي.
د یادونې ده، په مخکښو نوماندانو کې داسې هم شته چي په سیاسي ګوندونو پورې تړاو لري خو د ګوند له ادرسه نه دي نوماند شوي.
د استاد ودیر صافي په باور زیاتره افغانان له سیاسي ګوندونو ښې خاطرې نه لري او د ګوند نوم نه خوښوي.
نوموړي وویل، له همدې امله خلکو په ګوندونو پورې تړلو نوماندانو ته رایه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په ټولیز ډول په نوماندانو کې داسې کسان کم وو چې د ګوند له ادرسه نوماند وو خو په دې ډله کې داسې کسان شته چې له سیاسي ګوندونو سره یې اړیکه درلوده خو د ګوند له ادرسه نه وو نوماند شوي.
ښځینه او نارینه نوماندان
له غزني ولایت پرته چې هلته ټاکنې نه دي شوې، له ټولو مخکښونو نوماندانو ۱۷۳ یې نارینه او ۶۶ ښځې دي.
نهه ښځینه نوماندانې له کابل، شپږ له هرات، څلور له ننګرهار، درې ـ درې له کندهار، بلخ او کوچیانوِ؛ دوې ـ دوې له کندوز، بدخشان، پروان، تخار، میدان وردګ، بغلان، هلمند، دایکنډي، فاریاب او غور؛ او یوه ـ یوه له پاتې ۱۸ ولایتونو څخه دي.
په ولسي جرګه کې ښځو ته د څوکیو د ځانګړي کولو چارو د اړوند کړنلارې پر اساس، د ولسي جرګې له ټولو ۲۴۹ څوکیو، ۶۸ څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې چې درې څوکۍ یې په کوچیانو پورې او نورې د هر ولایت نفوس ته په پام ځانګړې شوې دي.
د یادونې ده، په غزني ولایت کې به چې د ځینو ستونزو له امله یې د ولسي جرګې ټاکنې ځنډېدلې، روان میلادي کال به ترسره شي او د ولسي جرګې د نوماندانو شمېر به هم بشپړ شي.
ودیر صافي وویل، د قانون له مخې د ولسي جرګې ۶۸ څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې خو ښه دا وه چې دې جرګې ته زیاتې ښځې بریالۍ شوې وای، ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله زړه سواندې او په فساد کې ښکېلې نه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.