کابل (پژواک،۲۳ مرغومی ۹۷): د بغلان، تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو یو شمېر معترض نوماندان د شمال ختیځ زون د ټولو رایو د باطلېدو د غوښتنې تر څنګ ګواښ وکړ چې که یې مشروع غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، په خپلو ولایتونو کې به راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې تحریم کړي.
د شمال ختیځ زون (بغلان، تخار، بدخشان او کونړ ولایتونو) له ۲۰ ډېر معترض نوماندانو نن په کابل کې د یوې غونډې له لارې خپل اعتراضونه له رسنیو سره شریک کړل.
د تخار معترض نوماند محمد اکمل مونس د یادې غونډې پر مهال وویل، د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې پراخې درغلۍ او سرغړونې شوې دي او دغه ټاکنې نه یواځې د هېوادوالو، بلکې نړیوالۍ ټولنې لپاره هم د منلو وړ نه دي.
دی وايي، د افغانستان د څلورو شمال ختیځو ولایتونو معترض نوماندان غواړي چې بایومتریک او نه بایومتریک رایې دې جلا شي، له دې پرته به په خپلو ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي.
د ولسي جرګې غړې او له کندوز ولایته دې جرګې ته نوماندې شکریې پیکان وویل، له شک پرته د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ، سرغړونې او خیانت موجود و.
مېرمن پیکان زیاته کړه: ((د کندوز د خلکو په حق او رایو کې خیانت شوی دی او د دغه ولایت پر برخلیک معامله شوې ده.))
نوموړی وايي، باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون په تخار، بغلان، کندوز او بدخشان ولایتونو کې د معترضو نوماندانو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، له دې پرته به له ناوړه پایلو سره مخ شي.
د یادو معترضو نوماندانانو له لوري په خپور شوي پرېکړه لیک کې چې د بدخشان ولایت معترض نوماند جنیدالله عیني له لوري ولوستل شو، راغلي چې د شمال زون یادو څلورو ولایتونو د رایو بیا شمېرل، له بایومتریک پرته د ټولو کارول شوو رایو حذف، د تکراري رایو لرې کول او د ټاکنو په بهیر کې  د خیانت کوونکو او جعل کارونو مجازات د دوی له غوښتنو څخه دي.
د پرېکړه لیک په دوام راغلي چې په یادو ولایتونو کې د ولسي جرګې د رایو بطلان سره سم دې د څلورو ولایتونو ټاکنې بیاځلي له ولسمشریزو ټاکنو سره  یو مهال ترسره شي.
د پریکړه لیک په پای کې ګواښ شوی که د هغوی حقيقي او مشروع غوښتونو ته رسېدنه و نه شي، پراخ لاریونونه به ترسره کړي، د ولایتونو د مقام دروازې او لویې لارې به وتړي او په یادو ولایتونو کې به د ولسمشرۍ ټاکنې تحریم کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.