کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د کوچیانو نوماندان وايي، د کوچيانو په حوزه کې که شوې درغلۍ ونه څېړل شي او په اساس يې پايلې اعلان نه شي، لوى مدني حرکتونه به پيل کړي.
يادې څرګندونې د ولسي جرګې ټاکنو د کوچيانو کابو ٣٠ تنه نوماندانو، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وکړې.
له دې ډلې عنايت الله صحرايي وويل، دوى دولت ته د تقلب اسناد ورکړي، خو دولت د دې پر ځاى چې پاکې رايې له ناپاکو څخه جلا کړي، ناپاکې رايې يې په کې زياتې کړې دي.
ده زياته کړه: "موږ اسناد هم لرو، د کندهار پنجوايي سيمه کې چې ١٧ تذکرې په کې ثبت شوې وې، خو هغه ځاى کې ١٦٠ رايې يې کارولې دي، همدارنګه سپين بولدک سيمه کې هم ٣٠٥ تذکرې ثبت شوې وې، خو هلته ٣٧١ رايې کارول شوې دي، مطلب دا چې هلته ښکاره تقلب شوى او رايې ور اضافه شوې دي."
د هغه په وينا، که حکومت او په ځانګړي ډول ټاکنيز کمېسيونونه د دوى غوښتنو ته ځواب ورنه کړي، مدني حرکتونه به وکړي او هم به د تحصن خېمه د جمهوري رياست او د شکاياتو کمېسيون مخې ته ووهي.
يوه بل کوچي نوماند سيد محمد حريق چې له کندهار څخه کانديد و، وويل: "موږ دولت ته د تقلب اسناد ورکړي، دوه نيمې مياشتې کېږي، خو دولت خپله بې اعتنايي ښودلې او کوم خاص اقدام يې په دې برخه کې نه دى کړى."
ده زياته کړه، څو ورځې مخکې (د مرغومي ١٥مه) د شکايتونو کمېسيون د دوى د اسنادو او مدارکو په اساس د ټاکنو په ورځ د ترسره شويو درغليو او ټاکنيزو جرمونو د څېړنې په خاطر د طرفينو په شتون کې قضايي جلسه جوړه شوه او په کې يې د درغليو مستند اسناد او ان د پيسو د معاملو مدارک په کې وړاندې کړي دي.
دى وايي: "د شکايتونو کمېسيون ته يې داسې يو غږيز کليپ په واک کې ورکړى چې په کې د ولسي جرګى اوسنى غړى قيس حسن د کندهار د شکايتونو کمېسيون له رييس کريم الله ستانکزي سره خبرې کوي او په کې د پيسو ورکولو معامله په کې شوې ده؛ قيس حسن ورته ويلي چې د ميرويس حسين خېل (د قيس حسن ورور او د کوچيانو له حوزې کانديد) او د ننګيالي لونګ رايې باطلې نه کړي، په مقابل کې ستانکزي ورته ويلي چې د لونګ (کوچى نوماند) پيسې را رسېدلې او ته يې هم را ورسوه."
دى وايي: "که زموږ د دغو غوښتنو خلاف د ټاکنو کمېسون پایلې اعلانوي او زموږ دغه مستند اسناد په نظر کې ونه نیسي، د کوچیانو پاکو رایو د دفاع حرکت به نه یواځې دغسې پایلې ونه مني، په عین زمان کې به د ټول هېواد په کچه تر هغه لویو مدني حرکتونو ته ادامه ورکړي، ترڅو عدالت تامین شوی وي او د کوچي ولس ارادې ته چی په سختو شرایطو کې یې خپله رایه استعمال کړه، درناوی شوی وي. "
د ده په خبره، په کندهار کې دوى ته يواځې بايومټريک شوې رايې د اعتبار وړ دي او کومې رايې چې بايومټريک شوې نه دي، ورته د منلو نه دي.
هڅه مو وکړه چې د ياد غږيز کليپ او اسنادو په اړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نظر ولرو، خو بريالى نه شو.
په دې ناسته کې د يادو شويو کانديدانو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د کوچیانو په حوزه کی یوه بې بایومټریک رایه نه ده استعمال شوې، نو د کوچيانو په حوزه کې دې يواځې بايومټريک شوې رايې ته اعتبار ورکړل شي.
د اعلاميې د معلوماتو په اساس، د ټاکنو په ورځ په ځینو کوچي محلونو کې مشخصو زورواکو د ټاکنو محلي کمېسونونو د ځینو مسوولینو په مرسته محلونه په خپل واک کې واخيستل او د نورو نوماندانو ناظرین یې ووهل او صندوقونه یی ډک کړي دي. دغه راز له ټاکنو څخه وروسته بیا په ځینو ولایتونو لکه کندهار او داسې نورو کې د کمېسيونونو په ګودامونو کې صندوقونه د همدې زورواکو په ګټه ډک شوي دي.
دوى ادعا کړې چې په ځینو ولایتونو کی د بیاشمېرنې پروسې ته د کوچي نوماندانو څارونکي ونه غوښتل شول چې يو وار بیا د زورواکو په ګټه رایې زیاتې شوې دي.
په اعلاميه کې زياته شوې ده: "موږ د دې ټولو تقلبونو او جرایمو مستند اسناد د ټاکنو کمېسيون ته سپارلي دي، خو د دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره یاد کمېسيون نه تنها چې دغو اسنادو او مدارکو ته توجه ونه کړه، ان خپله په سیستم کې یې هم د ځینو نوماندانو په ګټه رایې اضافه کړي او بې اعتباره رایې يې سیستم ته داخلې کړې دي."
کوچيان وايي، د شکایتونو ولایتي کمېسيونونو څو ولایتونو کې د متقلبینو رایې باطلې اعلان کړې دي، خو د ټاکنو کمېسون بیا هم دغه باطل شوې رایې سیستم ته داخلوي.
هغوى د شکايتونو له کمېسيون هيله کړې چې د يادو شويو مدارکو او اسنادو په رڼا کې متقلب نوماندان او د کمېسيون کارکوونکي د عدلي او قضايي مجازاتو لپاره اړوندو ارګانونو ته معرفي کړي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.