کابل (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د کابل حوزې د رایو د باطلېدو له تصمیم وروسته د دغه ولایت د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر له اووه ورځو ځنډ وروسته بیا پیل شو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اووه ورځې مخکې«د لیندۍ په ۱۵ مه» د کابل ټاکنې له درغلیو او سرغړونو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو د قانون او کمزوري مديریت له امله د کابل حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې رایې باطلې دي.
دغه کمېسیون اعلان وکړ چې د ټاکنو قانون د دویمې مادې د ۲ مې فقرې د احکامو د تحقق لپاره د ټاکنو قانون د ۹۴ مې مادې د ۵ مې فقرې د حکم پر اساس د دغې پرېکړې په مستنداتو کې اسنادو، مدارکو او یادو دلایلو ته په کتو د کابل ولایت د ١٣٩٧ کال د تلې ۲۸ مې او ۲۹ مې ټاکنې لغوه دي.
په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار بنسټونو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه پرېکړه پر ځای و بلله خو ویې منله چې یاده پرېکړه په اوسنیو سختو شرایطو کې عملي نه ده.
د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ له ژورو اختلافاتو وروسته د ولسمشر د دویم مرستیال سرورو دانش، قاضي القضات، لوی څارنوال، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د رییس، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د رییس، د احصايې د ملي ادارې د رییس او د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په موجودیت کې په یوه ګډه ناسته کې د کابل د رایو د باطلېدو پرېکړې ته د بیا کتنې تصمیم ونیول شو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس د کابل ولایت د رای شمېرنې او تفتیش بهیر درېدلی و.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره په تفاهم د رای شمېرنې بهیر له اوو ورځو ځڼد وروسته رسما پیل شو.
هغه وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره هوکړې ته ورسېدو چې د یو شفاف کاري مېکانیزم په اساس د رای شمېرنې بهیر بیا پیل کړو.))
هغه زیاته کړه، د کابل د ټاکنیزې حوزې له ټولو ۵۵۸ مرکزونو د ۱۸۲ مزکزونو رایې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا بې باوره ګڼل شوي او اړتیا وه چې د یادو مرکزونو ټولې رایې له سره وشمېرل شی.
ابراهیمي وويل، د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ له اختلافونو مخکې د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ۸۵ مرکزونو کې بشپړ شوی و او نن د پاتې مرکزونو رایې د ملي او نړیوالو څارونکو په موجودیت کې بیا پیل شوی او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلورو ورځو پای ته ورسېږي.
نوموړي وویل، د کابل د ټاکنیزې حوزې په ګډون د اوو ولایتونو لومړنۍ پایلې پاتې دي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو اوو ورځو یې لومړنۍ پایلې اعلان شي.
Add new comment