کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): د مشرانو جرګې رییس د کابل د رایو لغوه کېدو ته په اشاره وايي، د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون حق نه لري چې د یوې ټاکنیزې حوزې ټولې رایې لغوه اعلان کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د رایو پایلې اعلان کړې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېره پنجشنبې په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو او سرغړونو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو د قانون او د کمزوري مديریت له امله د یادې ټاکنیزې حوزې  ټولې رایې باطلې دي.
خو له دې ټاکنیزې ستونزې د خلاصون لپاره تېره ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش تر مشرۍ لاندې د دواړو کمېسیونونو د رییسانو، د سترې محکمې د رییس، لوی څارنوال، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د رییس، د سیمه ییزو ارګانونو د رییس او د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د رییس په ګډون ناسته وشوه.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي، او د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د لغوه کېدو په تړاو دې د لېندۍ ماشتې د ۱۴مې پرېکړه و ځنډوي.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې هم د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د لغوه کېدو په تړاو بحث وشو.
په مشرانو جرګه کې د کندز د خلکو استازي عبدالله قرلق د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه ته په اشاره وویل: ((په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اختلاف هېواد بحران لوري ته بیايي، د خلکو پر رایو او برخلیک باید لوبې ونه شي، که حالت دا ډول وي خدای پوهېږي چې دغه کمېسیونونه به ولسمشمریزې ټاکنې څه ډول مدېریت کړي.))
په مشرانو جرګه کې د کابل د خلکو استازي فرهاد د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه وغوښتل چې له قانون سره سم پاکې رایې له ناپاکو رایو جلا کړي او له درغلي کوونکو سره دې قانوني چلند وشي.
په دې جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي مولوي محی الدین منصف وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون داسې کار کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي، که شواهد لري نو له پرېکړې یې باید تېر نشي خو که پوره شواهد نلري باید د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر تقیب لاندې ونیول شي، ځکه له قانون سره یې لوبې کړې او د دوی دغه کار قانوني بڼه پیدا کړې ده.))
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه قانوني بڼه نه لري.
هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د قانون له مخې یوازې کولای شي د شکایت پر اساس د رایې ورکونې د یوه مرکز او یا یوه ځانګړي نوماند رایې لغوه کړي او رایې له سره وشمېري.
هغه وویل، د قانون له مخې، د دغه کمېسیون د یوې ټاکنیزې حوزې د ټولو رایو د باطلېدو صلاحیت نه لري.
د ده په خبره، د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید دغه پرېکړه د ټاکنو د لومړینو پایلو تر اعلان وروسته رسنیزه کړې وای.
مسلم یار د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه وغوښتل چې د قانون مطابق اجراات وکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.