کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان او سیاسي ګوندونه د ټاکنو ځنډول ناورین رامنځته کوونکې بولي خو یو شمېر نور وايي، د ټاکنو د هغه ځنډ ملاتړ کوي چې د سولې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
یو شمېر دغه سرچینې وايي چې د افغانستان د ۱۳۹۷ کال د وري د ۱۳مې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو په تړاو د امریکايي چارواکو څرګندونو د ټاکنیزو ټکټونو پر جوړېدو اغېز نه دی کړی خو یو شمېر نور بیا پر دې باور دي چې دا ډول څرګندونې د ټاکنو پر کلي روحیه منفي اغېز کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې د افغان سولې لپاره هڅې پیل کړې او تر اوسه یې افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او کويټ ته له سفرونو سربېره دوه ځله له طالب استازو سره کتلي دي. نوموړي هیله مندي څرګنده کړې چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې به له طالبانو سره سوله وشي.
له دې مخکې د وال سټرېټ ژورنال ورځپا‎ڼې راپور ورکړی و چې امریکا له افغان دولته د راتلونکي کال د وري د ۳۱ مې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کوي څو واشنګټن د طالبانو پر ضد د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو اجازه پیدا کړي.
په داسې حال کې چې له یوې خوا د سولې د څرنګوالي په اړه د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ اجماع وجود نه لري، بلخوا سیاسي ګوندونه او څېرې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټکټ جوړېدو هڅه کوي.
د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د سیاسي دفتر رییس عبدالستار مراد په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځنډ په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تر اوسه یوه اوازه ده، نو له دې امله د هغه څه په اړه نظر نه شو ورکولای چې نه وي اعلان شوي، خو که رښتیا هم د ټاکنو د ځنډ اعلان وشي، نو سیاسي ګوندونه به په دې اړه خپل ګډ دريځ اعلان کړي؛ ځکه د سولې بهیر یوه ملي پروسه ده.))
هغه زیاته کړه، اسلامي جمعیت ګوند په افغانستان کې د سولې له هرې هڅې ملاتړ کوي.
نوموړي دېته په اشاره چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونو د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو چارې نه دي کم رنګه کړې؟ وویل: ((نه، ټول هغه کسان چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند لري په خپل منځ کې په خبرو بوخت دي او د نوم لیکنې د نېټې اعلان ته په تمه دي.))
خو د حزب اسلامي مخکښ غړي محمد نادر افغان د ټاکنو د ځنډ په اړه وویل: ((که ټاکنې وځنډېږي پایلې به یې د هېواد لپاره ناورین زېږوونکې وي.))
د ده په خبره، اړتیا نشته چې ټاکنې دې وځنډېږي؛ ځکه د وري د ۳۱ مې ټاکنو ته لا له پنځو میاشتو ډېر وخت پاتې دی او کولای شي چې د سولې ملي بهیر په عادي شکل مخې ته ولاړ شي.
افغان هم وویل، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په اړه څرګندونو د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو هڅې نه دي کم رنګه کړې.
هغه زیاته کړه، حزب اسلامي له ځینو نورو ګوندونو سره د ټاکنیز ټکټ د رامنځته کېدو لپاره په رایې ورکونې بوخت دی.
د ملي وفاق ګوند رییس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند احمد ولي مسعود وویل: ((د موقت حکومت له جوړېدو سره د سولې په نامه د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول او د موجوده حکومت له دوام سره د هغو تړل ناورین رامنځته کوونکي دي،
د ده په خبره، که د سولې لپاره اراده موجوده وي، باید د رڼو او ازادو ټاکنو د ترسره کېدو او د بنسټیز ملي دولت په رامنځته کېدو د ملي قدرت له موضوع څخه سولې ته ورسېږو.
ده وویل، هغه ځواکونه چې له جګړې لاس اخلي، کولای شي په ټاکنو کې یا له ټاکنو وروسته د دولت په تشکیل کې ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړه: ((د خلکو له تفاهم او روښانه طرحې پرته د خلیلزاد شپږ میاشتنی عاجل ماموریت، طالب ځواکونه، تروریزم او د دوی بهرني پلویان زوړور کوي او زیاتې وینې به تویي شي. خو د لنډمهالې موقتې ادارې جوړېدل یا د ډيموکراتیکو ټاکنو د مديریت لپاره د ټاکنو کمېسیون اصلاح او تغییر یو ملي او حیاتي اړتیا ده.))
هغه وویل، یاد ګوند به ډېر ژر له روښانه پلان او خپلواک نوماند سره ټاکنیز ډګر ته راووځي.
د ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي نوماند محمد عمر داوودزي د سیاسي دفتر د مطبوعاتي کمېټې رییس سید میثم احساني وویل، که د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدل د امریکا اصلي موضوع وي باید غور وشي چې ایا طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي او په ټاکنو کې ګډون کوي که نه؟
ده زیاته کړه: ((که ټاکنې و ځنډېږي او طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي، د ټاکنو بهیر به له ګواښونو او هېواد به له جدي بحران سره مخ شي او ناامني به زیاته شي.))
نوموړي د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو لپاره د هڅو د کمرنګ کېدو په اړه وویل: ((په هغه لوري کې چې موږ واقع لږ تر لږه خبرې روانې دي، خو د دغه اوازو دوام کولای شي د ټاکنو په ټولیزه روحیه منفي اثر وکړي.))
خو د افغانستان نوین ملي جبهې د اجرائیوي بورډ غړي وحیدالله غازي خېل وویل: ((موږ د سولې د رامنځته کېدو لپاره د هڅو او پرېکړو سره موافق یو او ماتړ یې کوو، که د ټاکنو ځنډېدل د سولې لامل کېږي مو تر ملاتړ کوو او که سوله نه رامنځته کېږي نو ټاکنې باید و نه ځنډېږي.))
نوموړي په دې اړه چې ایا د ټاکنو د ځنډېدو په تړاو څرګندونو د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو هڅې کم رنګه کړې؟ وویل: ((نه، له بده مرغه تر اوسه د نوم لیکنې نېټه نه ده اعلان شوې، ټول یې اعلان ته منتظر دي، موږ هم یو قوي ټېم لرو او ډېر ژر به د خپل ټاکنیز ټېم غړي اعلان کړو.))
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات په دې اړه چې ایا ټاکنې به و ځنډول شي؟ وویل: ((نه، په دې برخه کې ستونزه نشته، موږ د افغانستان د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ ټاکنې پر ټاکلي وخت «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۳۱ مه » ترسره کوو او لازم تیاری هم ورته لرو.))
نوموړي د ټاکنو د مهالوېش او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې په اړه وویل، تر اوسه کافي وخت شته او کمېسیون له سیاسي ګوندونو او بنسټونو سره د ټاکنو په اړه مشورې کړې او هڅه کوي چې یو غوره مهالوېش اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه، د قانون له مخې باید له ولسمشریزو ټاکنو څخه ۱۲۰ ورځې مخکې د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر کسانو په باور، د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو له بهیر څخه د ثبت شوو شکایتونو د حل او په دې اړه د خلکو د قناعت ترلاسه کولو او د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د لازمو تیاریو وړتیا نه لري.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.