کابل (پژواک، ۲۴لړم ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې له ولسمشریزو ټاکنو سره په ورته مهال د غزني ولایت د ولسي جرګې او ولایتي شورا د ټاکنو ترسره کېدو بحث له امله د جمهوري ریاست ټاکنو د مهالوېش اعلان ځنډېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په ۱۹مه ویلي وو چې د لړم تر ۲۲مې به د جمهوري ریاست او نورو ټاکنو ترسره کولو مهالوېش اعلان کړي خو له یاد مهلت څخه دوه ورځې تېرې شوې او تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو تقویم اعلان نه شو.
همداراز یاد کمېسیون ویلي وو چې ښايي د غزني ولایتي شورا، ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره چمتووالی نیول شوی او د ۱۳۹۸ کال وري ۳۱مه یې ترسره کول حتمي دي او مهالوېش يې تر څو راتلونکو ورځو پورې اعلانېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د ولسمشريزو او نورو ټاکنو ترسره کولو لپاره نړیوالې ټولنې او حکومت مالي ژمنې کړې دي.
د هغه په وینا، له ولسمشریزو ټاکنو سره پر یو وخت د غزني د ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شورا د ټاکنو ترسره کېدو بحث ادامه لري.
ابراهيمي په ډاګه کړه: ((د لړم له نولسمې تر اوسه بحثونه دوام لري او هیله من یو چې د جمهوري ریاست د ټاکنو مهالوېش ډېر ژر اعلان کړو.))
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو اعلان لپاره موکه په لاس نه ده ورغلې، زیاته کړه چې د ټاکنو مهالوېش نهايي دی، خو د جمهوري ریاست له ټاکنو سره په ورته مهال د غزني د ولسي جرګې، ولسوالیو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو په اړه بحثونه روان دي.
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه وکړه او د روان کال د غويي میاشتې په لومړيو کې یې د کمېسیون ولایتي دفتر بند کړ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د چنګاښ په ۴مه اعلان وکړ چې ټاکنې په غزني کې په حوزو وېشل شوې او د دغه ولایت یوولس څوکۍ پر درېیو ټاکنیزو حوزو وېشل شوي دي.
خو یوه ورځ وروسته په ولسي جرګه کې د غزني خلکو استازو په دغه ولایت کې په حوزوي ډول د ټاکنو ترسره کېدل د قانون خلاف عمل وباله او مخالفت یې وښود.
په غزني کې په حوزوي ډول د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو په اړه وروستي توافق ته د نه رسېدو له امله، په یاد ولایت کې د روان کال د تلې په ۲۸مه ټاکنې ترسره نه شوې.
په ورته مهال په کندهار ولایت کې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت د رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل د وژل کېدو له امله ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.