کابل (پژواک، ۱۴عقرب ۹۷): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وايي چې امنیتي ځواکونو د ټاکنو بهیر کې په نیغ ډول لاسوهنه کړې ده او د دې بنسټ ناظرینو ته یې د رایې ورکولو مرکزونو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) استازو، د افغانستان پر روڼتیا د څارموسسه (ایتوا) د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا)، د افغانستان مدني ټولنواتحادیې(مجما)، د افغانستان د بایسکل ځغلونې او د معلولینو بیا ځواکمنتیا لپاره د روزنې حقوقي مرکز(ابرار)؛ نن په ګډه خبري غونډه کې، د ولسي جرګې ټاکنو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړي او د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کولو لپاره یې هم ځينې وړانديزونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ ویاند صغرا سعادت وویل: (( د ټاکنو په ورځ امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه ملي پولیس د خلکو په سر ولاړ وو او هغوی د یو ځانګړي نوماند په ګټه رایې ورکولو ته اړ ایستل چې په دې برخه کې کره اسناد په لاس کې لرو.))
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ ترسره شوې، کندهارکې ټاکنې د لړم په ۵ مه په لار واچول شوې او ټاکل شوې چې غزني ولایت کې وروسته ترسره شي، ټاکل شوي چې په ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو پایلې د لیندۍ په دويمه او په کابل کې د ليندۍ په ۱۰مه ترسره شي.
همداراز دې کمېسیون اعلان کړی چې  ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي کال( ۱۳۹۸) وري میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.
مدني ټولنو او پر ټاکنو د څار بنسټونو، دويمې ورځې ته د ټاکنو غځول د قانون خلاف عمل وباله، ویې ويل چې دا کار دې بهیرکې د ګډوډۍ او درغلۍ لامل شو.
یادو بنسټونو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل څو د پرېکړو پرمهال، قوانین او کړنلارې په پام کې ونیسئ او د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې له مهال ويش سره سمې اعلان کړي.
له بل پلوه، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ غړي نعیم اصغري، ولسمشرۍ ټاکنو ته د چمتووالي په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل چې د کمیسیون مهالویش د دې ټاکنو ترسره کولو په اړه نیمګړی دی او باید بیاکتنه پرې وشي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له قوانینو او کړنلارو سره سم او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره په همغږۍ، د ولسمشرۍ ټاکنو مهالويش تنظیم کړئ.
اصغري په ډاګه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سیاسي پرېکړو پر بنسټ هڅه کوي چې ولسمشريزې او د ولایتي شورا ټاکني په یو وخت ترسره نه کړي.
د فیفا دي غړي وويل چې د رایه ورکونکو نوملړ، باید د وګړو د احوال ثبت ادارې په همکارۍ او د کسانو د واقعي تذکیرې د شمېرې پر اساس چمتو شئ ، په یاد نوملړ کې دې د واقعي کسانو نومونه ثبت او د رایې ورکولو په محلونو کې وځړول شئ.
خو اصغري اندېښنه وښوده چې له عملي اړخه د ژمي په موسم کې د ولسمشريزو ټاکنو رایه ورکونکو نوملړ چمتو کول خورا ستونزمن کار دی.
له بل پلوه د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ( تیفا) مشر نعیم ایوب زاده په دې غونډه کې وويل چې د روان کال تلې میاشتې  د ولسي جرګې ټاکنو ستونزو ته په کتو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړ دی چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې، د مرکزي احصايې له ادارې سره په همغږۍ د رایه ورکونکو(( واقعي نوملړ)) چمتو کړئ.
د هغه په وینا اړینه ده چې له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې، د رایه ورکونکو نوم لیکنې پروګرام تر لاس لاندې ونیول شي څوهغه کسان چې غواړي د ولسمشرۍ په ټاګنو کې ګډون وکړي هم نوم لیکنه وکړي.
هغه وویل چې د ټاکنو کمېسیون مکلف دی چې په ټاکلې نيټه د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم، د ولسوالۍ شوراګانو او ولایتي شورا د ټاکنو او همداراز د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو تر سره کېدو نيټه په ډاګه کړي.
هغه زیاته کړه: (( کمېسیون تر ډېره سیاسي پریکړې کوي، دا چې ټاکنې له ځنډ سره مخ شي، کومې ټاکنې له کومو ټاکنو سره ترسره شي؛ دا بحث، سیاسي بحث دی، کمېسیون اړ دی چې د ټاکنو قانون په اډانه کې؛ د ولایتي شورا، ولسوالۍ شوراګانو او غزني ولایت ټاکنې ترسره کړي، قانون دې کمېسیون ته حکم کوي؛ خو کمېسیون د دې لپاره سیاسي پریکړې وکړې چې د ملي یووالي حکومت له پیل څخه د لویې جرګې جوړېدو اراده نه درلوده،  د ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې وځنډېدې، په پایله کې کمېسیون د بېلابېلو پلمو پر بنسټ د ولسي جرګې له ټاکنو سره د ولسوالۍ شوراګانو ټاکنو له ترسره کېدو ډډه وکړه او اوس هم نه غواړي چې د ولايتي شورا ټاکنې هم په ټاکلې نېټه ترسره کړي.))
همداراز د افغانستان پر رڼو ټاکنو د څار بنسټ (ایتوا) رییس حبیب الله شینواري په دې غونډه کې وويل چې د کمېسیون کارکوونکو مسلکي روزنې ته دې جدي پاملرنه وشئ.
نوموړي زیاته کړه چې ټاکنو کې باید قوانینو او کړنلارو ته درناوی وشئ.
د حقوقو روزنیز مرکز مشر روشن څيړن وويل چې امنیتي ځواکونو ته دې په ټاکنو کې د څارونکو او مشاهدینو د رول په اړه معلومات ورکړل شي او ورته دې وویل شي چې باید په دې بهیرکې خپل بې پریتوب وساتئ.
نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې خپلې پرېکړې او کتنې دې د تصویب شوو قوانینو، مقرراتو او کړنلارو پر بنسټ تر سره کړي، خپلو ورځنیو چارو او لاس ته راوړنو کې دې  د روڼتیا په اړه له خلکو سره د معلوماتو له شریکولو ډاډ ورکړئ.
ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال وري میاشتې په ۳۱مه ترسره شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي ويلي دي چې هغوی د ولسمشریزو ټاکنو د مهالویش په برخه کې د ګوندونو او څار بنسټونو د وړاندیزونو د څېړنې په حال کې دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.