کابل( پژواک، ۳۰ تله ۹۷): د ځينو سرچينو د اټکل منځنۍ کچه ښيي چې کابل کې ښايي ولسي جرګې ته يو نارينه نوماند لږ تر لږه په شاوخوا ٢٥٠٠ او ښځينه نوماند لږ تر لږه په کابو ١٤٠٠ رايو لار پيدا کړى شي.
د ولسي جرګې ټاکنې چې له غزني او کندهار پرته په ټول هېواد کې تېره او وړمه ورځ (د تلې ٢٨مه او ٢٩مه) تر سره شوې. د کابل په ښار او ولسواليو کې ټول ٥٠٣ د رايو ورکولو مرکزونه جوړ شوي وو.
د ولسي جرګې له ٢٥٠ څوکيو ٣٣ کابل ولايت ته ځانګړې شوې دي. له دغو ٣٣ څوکيو څخه نهه د ښځو ځانګړې څوکۍ دي او هغه ښځې ورته لار مومي چې د ښځينه کانديدانو په منځ کې ډېرې رايې ولري.
خو پاتې ٢٤ څوکيو ته هغه نارينه او ښځې لار موندلى شي چې تر نورو ډېرې رايې ولري.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، کابل کې ټول څه باندې يو ميليون او ٦٣٢زره تنو په ټاکنو کې د رايې کارولو لپاره نوم ليکنه کړې وه.
خو د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي وايي، لومړني معلومات ښيي چې په کابل کې يو ميليون تنو رايه کارولې ده. ځينې سرچينې بيا کارېدونکې رايې تر دې کمې بولي.
دغه راز دغه سرچينې اټکل کوي چې په کابل کې به د نارينه نوماندانو تر ټولو لوړه رايه تر شاوخوا لسو زرو او د ښځينه نوماندانو لوړه رايه به تر شاوخوا ٦٠٠٠ ورسېږي.
د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې (ايتوا) د پروګرامونو مشر حبيب الله شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمزوري مديريت او ځينو نورو ستونزو له امله ډېر هغه کسان د رايو له ورکولو پاتې شوي چې ټاکنو ته يې نومليکنه کړې وه.
دغه راز دى وايي چې د رايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې د بايومټريک دستګاوو کار نه کاوه، ځينو مرکزونو ته د رايې ورکوونکو نوملړ نه و رسېدلى او ځنيو ته غلط نوملړ رسېدلى و چې له امله يې يو شمېر خلک د رايې په ورکولو بريالي نه شول.
د ټاکنو د څار د يادې موسسې د دغه چارواکي په وينا، يادو ستونزو ته په پام کېداى شي د کابل له ټاکنيزې حوزې شاوخوا ٧٠٠زره کسانو خپلې رايې کارولې وي او پاتې نور له خپل دغه حق څخه بې برخې پاتې شوي وي.
هغه دغه وضعيت ته په پام اټکل کوي چې کابل کې کېداى شي ځيني نارينه نوماندان تر لسو زرو رايې ترلاسه کړي، خو وايي، له دې امله چې کابل کې رايې د ٨٠٤ نوماندانو ترمنځ وېشل کېږي، ممکن يو نارينه نوماند لږ تر لږه په شاوخوا ٢٠٠٠ رايو ولسي جرګې ته لار ومومي.
د ده په وينا، ممکن په کابل کې داسې نوماندان هم وي چې د رايې شمېر يې تر لسګونو وانه وړي.
د شينواري د اټکل له مخې، کېداى شي کابل کې داسې ښځينه نوماندانې وي چې تر ۶۰۰۰ رايو ترلاسه کړي، خو د هغه په وينا ممکن ښځينه نوماندانې لږ تر لږه د زرو رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار ومومي.
د ټاکنيزو چارو کارپوه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانى کارکوونکى ادم خان سيرت بيا وايي چې کابل کې له څه باندې يو عشاريه شپږ ميليون هغو کسانو څخه چې د ټاکنو لپاره يې نومليکنه کړې، کېداى شي شاوخوا ٥٠٠ زره کسانو په ټاکنو کې رايې کارولي وي.
هغه وايي، دى ځکه په دې اند دى چې ډېرو کسانو د رايو د ځينو مرکزونو د نه پرانیستو او په ځينو مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوملړ د نشتوالي له امله رايه نه ده کارولې.
سيرت وايي، ځينې داسې کسان هم شته چې سپينې رايې يې کارولې، ځينو يې له کابل نه د نوماندانو په اوږد نوملړ کې نومونه نه وي موندلي او يا يې د ناسم نښه کولو له امله رايه باطله شوي وي.
د ده په اند، يادو ستونزو او دې ته په پام چې کابل کې رايې د سلګونو نوماندانو ترمنځ وېشل کېږي، کېداى شي هېڅ نارينه نوماند له ٦٠٠٠ او ښځينه نوماند له ٤٠٠٠ زياتې رايې ترلاسه نه شي کړى.
هغه اټکل کوي چې کابل کې نارينه نوماند په شاوخوا ٣٠٠٠ او ښځينه نوماند په شاوخوا ١٩٠٠ رايو ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.
يادو دواړو تنو د هغو سرچينو په اړه چې يو شمېر نوماندان د مخکښو نوماندان په توګه يادوي، وايي، له تخنيکي پلوه دا يوه ناسمه وړاندوينه ده؛ ځکه چې په دې اړه داسې شمېرې تر اوسه نه دي راټولې شي چې له مخې يې د مخکښو نوماندانو اټکل وشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.