کابل (پژواک، ۱٧تله ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان ټولنیزې شبکې د ټاکنیزو سیالیو لپاره غوره وسیله ګڼي خو ځيني نور بیا ټولنیزې شبکې د خپلو سیالانو له خوا دوی ته د سپکاوي او رټلو کړکۍ بولي.
فېسبوک، ټويټر، یوټیوب، انسټاګرام، تلګرام، واټس اپ، ایمو، وایبر او نورې هغه ټولنیزې شبکې دي چې ځوانان او د ټولنې نور قشرونه یې ډېر کاروي.
همدا اوس نه یوازې د ټولنې عادي وګړي، بلکې وتلې څېرې لکه ولسمشران، لوړپوړي دولتي چارواکي، سیاسیون، خبریالان، سینما ګران، ورزشکاران د ټولنیزو شبکو له لارې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له خلکو سره شریکوي.
له کابله ولسي جرګې ته نوماند ذبيح الله زیارمل د ولسي جرګې د نوماندانو د فعالیتونو او پروګرامونو شریکولو لپاره د ټولنیزو شبکو رول مهم او کم لګښته بولي او وايي چې له سپانسر کولو پرته بل کوم لګښت نه لري.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ د ټولنیزو شبکو له لارې له مخاطبینو سره ډېر مواد شریکوو چې زموږ هر پوسټ شاوخوا ۲۰ زره لیدونکي لري.))
له کابله ولسي جرګې ته نوماند توفیق وحدت هم د پروګرامونو په شریکولو او د ولسي جرګې د هغو نوماندانو چې تازه یې سیاست ته مخه کړې ده، د شریکولو لپاره ټولنیزې شبکې اغېزمنې ګڼي خو وايي چې خوشبین نه دی چې له دې لارې به رایې ترلاسه کړي.
نوموړي دې ته په اشاره چې په دې دوره کې هېوادوال هڅه کوي په پوهاوي رایه وکاروي زیاته کړه: ((زموږ خلک دا ځل په پوهاوي رایه کاروي او له هغو کاندیدانو سره په اړیکه کې کېږي چې له نږدې ورسره خپل لیدلوري شریکوي او پوښتنې کوي او څو ورځې وروسته د خپل ملاتړ او نه ملاتړ په اړه خبر ورکوي.))
د عاطفې طیب د ټاکنیز ټېم مسوول محمد اسحاق صابري  په راتلونکو ټاکنو کې د ټولنیزو شبکو په ځانکړې توګه د فېسبوک رول مهم وباله او ویې ویل: ((موږ هم د فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې کمپاین کوو او زموږ د کمپایني فعالیتونو له ۶۰ سلنې ډېر اغېزمنتوب د فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې ترسره شوی دی.))
خو د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان وايي چې له فېسبوک څخه استفاده سربېره پر دې چې خوند لري، د یو شمېر ټاکنیزو سیالانو لپاره په د سپکاوي او د رټلو پر وسیله بدل شوی دی.
خو د عاطفې طیب د ټاکنیز ټېم مسوول محمد اسحاق صابري د ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فېسبوک زیانونه او د جعلي ادرسونو په جوړېدو د مشهورو او با نفوذه کسانو پر ضد د معلوماتو خپرولو په اړه وویل: ((له بده مرغه چې دولت د جعلي یوزرونو د کنټرول لاسرسی نه لري.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((ځيني هغه کسان چې فېسبوک لري، د لیکنې ادابو ته پام نه کوي او ځيني وخت مخالف نظرونه هم لري.))
هغه زیاته کړه چې د عاطفې طیب په اړه څو جعلي یوزرونه جوړ شوي او د اصلي پاڼې له لارې هېوادوالو ته رسېدلي دي، خو له بده مرغه چې دغه جعلي یوزرونه د عاطفې طیب په ګټه نه، بلکې د نوموړې پر زیان فعالیتونه کوي.
له کابله ولسي جرګې ته نومانده خالده ادیب چې له ټولنیزو شبکو ښه خاطره نه لري، وايي: ((د ځينو غیر مسوولانه او غیر اخلاقي خاطرو له امله یې تر اوسه د فېسبوک له لارې کمپاین نه  دی کړی.))
هغه په کابل ولایت کې د خپلو لګولو انځورونو پر څيرولو نیوکه کوي او وايي: ((سیالانو مې لسګونه انځورونه او پوسټرونه له خوازو سره یو ځای د کابل له ښاره ټول کړي چې دا د اندېښنې وړ ده.))
د کابل ښار اوسېدونکي نعمت الله چې د ځانګړي نوماند نوم یې ذکر نه کړ خو ویې ویل، د ولسي جرګې ځيني نوماندان شته چې د خپلو پلویانو له لارې د ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فېسبوک له لارې خپلو سیالانو ته سپکاوی کوي.
نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې د یو وړ نوماند په اړه د مغرضو او دسیسه جوړوونکو نوماندانو په خبرو او پیغامو غلط نه شي او هغه چا ته رایه ورکړي چې په راتلونکي کې د دوی ښه استازیتوب وکړي.
د کابل ښار بل اوسېدونکي هوشمند هم د ټولنیزو شبکو له لارې د نوماندانو انځورونو، ويډیوګانو او پروګرامونو زیاتېدو ته په اشاره وايي چې فېسبوک د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو پروګرامونو د خپرېدو لپاره غوره وسیله ده.
هغه روښانه کړه: ((خلک باید د وړتیا له مخې له قومي او ژبنیو مسایلو پرته د ولسي جرګې نوماندانو ته رایه ورکړي.))
د ټاکنو څارونکي بنسټونه دغه هم وايي چې په سیاسي پرمختګونو کې د ټکنالوجۍ او ټولنیزو شبکو رول ډېر مهم دی.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید ټولنیزې شبکې د ټاکنیز کمپاین لپاره مناسب فرصت بولي او وایي چې له دې لارې یې پروګرامونه او خبرې له پلویانو سره شریکوي.
نوموړي د دې په څرګندولو چې یو شمېر هېوادوال اوس هم ټولنیزې شبکې نه شي استفاده کولای، وویل چې ځیني هېوادوال مو قومي، سمتي، ژبني او مذهبي لیدلوری لري او د ولسي جرګې د نوماندانو پروګرامونو ته ډېر کم پام کوي.
هغه زیاته کړه: ((د توهینوونکو پیغامونو تر څنګ ځیني ګټمن لیدلوري هم ترسترګو کېږي او د خنډ په ډول باید په نښه نه شي او د نوماندانو لپاره د پوښښ او لګښت له مخې غوره وسیله ده، په ورته وخت کې کېدای شي پر منفي نظرونو یې سترګې پټې شي او په هغه صورت کې چې ځواب ورکولو ته اړ کېږي پروګرامونه یې ښه برابر کړي.))
رشید د اجرائیه ریاست او ولسمشرۍ مقام فېسبوک پاڼو ته په اشاره وویل: که وکتل شي خلک ولسمشر او اجرایه رییس ته هم بد وايي خو سره له دې هم خبر ورکولو ته اړ دي.
هغه په ډاګه کړه چې: ((د ولسي جرګې نوماندان دې دغه موضوع جدي نه نیسي، دا موضوع باید د یو اصل په ډول ومني، معلومات ورکړي او خلکو ته تشریح ورکړي  او دغه کوچني خنډونه جدي ونه نیسي. ))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.