والى کنر: از قاچاق چهارتراش و ساير مواد قيمتى جلوگيرى خواهم کرد

اسعداباد (پژواک،٣١چنګاښ ٩٤): د کونړ والي وايي چې د امنيت د سمون، د فساد د مخنيوي او غوره حکومتولۍ لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
والي وحيدالله کليمزي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
کليمزي وويل، د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د کونړ اوسېدونکي هم له ناامنۍ، فساد او کمزورې حکومتولۍ څخه کړېږي، خو هغه دلته د اصلاحاتو او سمون راوستو په موخه يو لړ پلانونه جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه، کونړ له ډيورنډ کرښې سره پروت ولايت دى چې په کې له همدې امله نا امني او ګواښونه ډېر وي.
د ده په وينا، په کونړ کې کافي شمېر امنيتي ځواکونه مېشت دي، خو دا چې د هغوى تر منځ همغږي کمه وه، د امنيت په ساتلو کې پاتې راتلل چې اوس يې د دې تشې د ډکولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
نوموړى وايي، د امنيت د لا ښه ټينګښت په موخه به په هغو سيمو کې امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى کړي چې اړتيا ورته ليدل کېږي.
کليمزي په کونړ کې د ښې حکومتولۍ په اړه وويل چې د نورو تر څنګ يې دغه چاره په خپل سل ورځني پلان کې شامله کړې ده.
ده زياته کړه، له ده څخه مخکې د تېرې ادارې له خوا د يو شمېر ولسواليو ولسوالان نورو ولسواليو ته خدمتي لېږل شوي وو چې هغه د حکومتولۍ په برخه کې د لومړي ګام په توګه بېرته په خپلو- خپلو ولسواليو کې ځاى پر ځاى کړل.
دى وايي، له ولسوالانو سره يې په ګډه پر دې کار کړى چې څنګه کولاى شي خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او په دې توګه د ولس او حکومت تر منځ واټن کم کړي.
د نوموړي په وينا، د دې لپاره چې ولسوالان وڅاري له هغوى سره د عام ټيلېفون پر ځاى د مخابرې له لارې اړيکې نيسي، تر څو معلومه کړي چې ولسوالانو خو به له اجازې پرته ولسوالي نه وي پرېيښې.
د ده په خبره، ډېره هڅه به يې دا وي چې په چارو کې د سمون په موخه به د مجازاتو او مکافاتو سيسټم پلى کوي او له خپلو ټولو هغو امکاناتو چې په واک کې يې لري د خلکو د خدمت لپاره کار اخلي.
کليمزى وايي، د سل ورځني پلان په توګه ورته هرې ادارې خپل پلانونه وړاندې کړي چې په ګډه به يې په دې موده کې له اويا تر سل سلنې د عملي کېدو هڅه کوي.
خو د کونړ والي د مرکې په لړ کې ومنله چې د دغه ولايت په ادارو کې يو شمېر خلک د شخصي اړيکو پر بنسټ پر دندو ګومارل شوي او د اوږدې مودې لپاره پر خپلو دندو پاتې شوې چې غوره حکومتولي له پوښتنې سره مخ کړې ده.
دى وايي، د ادارو او رياستونو په اړه يې څېړنې پيل کړې او د بشپړو معلوماتو تر راټولولو وروسته به د رياستونو او ادارو د هغو مسوولينو او کار کوونکو د برخلک په اړه تصميم ونيسي چې په دندو کې غفلت کوي او يا د کار اهل نه دي.
هغه وويل، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې دلته ځيني دولتي پوستونه په پيسو پېرل شوي دي.
خو ده خبر ورکړ چې د فساد د مخنيوي لپاره يې اراه قوي ده او د خلکو له غوښتنې سره سم به له هغو سره قانوني چلند وکړي چې په دې او ورته نور فساد کې ښکېل وي.
د نوموړي په وينا، هڅه به يې دا وي چې حکومتي چارې وړ کسانو ته وسپارل شي، څو پر دولت د ولس باور زيات شي، ځکه اوسمهال بنسټيزه ستونزه دا ده چې خلک د دولت پر کړنو بې باوره شوي دي.
ده زياته کړه: ((په تېر کې دلته قانون پر ټولو يو شان نه دى پلى شوى او هم ورته يو شان خدمات رسېدلي، د بېلګې په توګه برېښنا يادولاى شو چې زورورو ته ٢٤ ساعته او عامو وګړو ته يو ساعت هم نه رسېږي.))
والي د فساد تر څنګ د غصب پر ضد هم د مبارزې خبر ورکړ او ويې ويل لومړى به يوه څېړنه وکړي چې په کونړ کې څومره ځمکې غصب شوې، غصب چا کړى او چېرته يې کړى دى؟
دى وايي، نه يواځې چې غصب شوې دولتي ځمکې به له غصب څخه خلاصوي، بلکې هغه زورور او په دولت کې کار کوونکي خلک چې له خپل زور او دندې څخه يې ناسمه ګټه اخيستې او ملکيتونه يې غصب کړي، به د قانون منګولو ته سپاري.
کليمزي په کونړ کې د چارتراشو او قيمتي ډبرو قاچاق ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې له ډېره وخته پاکستان ته د يادو توکو قاچاق روان دى، خو هغه يې مخنيوى د ولايتي ادارې له خوا د جوړ شوي سل ورځني پلان مهمه برخه وګڼله.
هغه زياته کړه، د لارې په اوږدو کې د پوليسو امنيتي پوستې د چارتراشو له قاچاق کوونکو سره لاس لري او د قاچاق لار ورته برابروي چې يو شمېر قاچاق کوونکي له چارتراشو سره يو ځاى نيول شوي دي.
خو دى وايي، هڅه کوي هغه اصلي قاچاق کوونکي ونيسي چې هم ځنګلونه وهي او هم چارتراش قاچاق کوي، چې په دې لړ کې کشفي ارګانونو ته دنده سپارل شوې ده.
کليمزي دا هم وويل چې د ولسمشر کرزي د ادارې پر مهال د وزيرانو شورا د يوې مصوبې پر بنسټ له چارتراشو څخه جوړو شوو توکو ته اجازه ورکول کېده چې نورو ولايتونو ته ولېږدول شي، خو له دې څخه ناسمه ګټه اخيستل کېده.
دى وايي، هغوى اوس د دې کار مخه نيولې او دقيقه څارنه يې کوي، تر څو لومړى خام مواد په پخو بدل شي او بيا د کونړ په ګمرک کې تر محصول کېدو وروسته نورو ولايتونو ته ولېږل شي، چې په دې توګه به د کونړ اوسېدونکو او صنعتکارانو ته کار هم وموندل شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.