د کونړ ولايتي شورا: د خلکو د ستونزو د هواري لپاره مو هڅې پيل کړې دي

اسعداباد (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٤): د کونړ د ولايتي شورا رييس وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې د ډېرو لاسته راوړنو ترڅنګ له خلکو او ولايتي ادارې سره يې ښې اړيکې جوړې کړې دي.
د ولايتي شورا رييس دين محمد پيلوټ ساپي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې ډېره پاملرنه د خلکو د ستونزو اورېدو او ورته د هواري د لارو چارو موندلو ته کړې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې د ولس او دولت تر منځ شته واټن راکم کړو چې په تېرو څو کلونو کې د خلکو د زياتو ستونزو له امله دا واټن زيات شوى و.))
پيلوټ  وايي، د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه يې د دغه ولايت په مرکز او بېلابېلو سيمو کې د عامه اورېدنې تر سـرليک لاندې غونډې پيل کړې، تر څو د ولس له ستونزو څخه ولايتي شورا خبره شي.
د ولايتي شورا رييس وايي چې تر اوسه يې په خاص کونړ او ماڼوګي ولسواليو کې دا ډول غونډې جوړې کړې چې ډېرې ګټورې وې.
دين محمد پيلوټ دغه راز وويل چې د ولسواليو د انکشافي او ټولنيزو شوراګانو له مسوولينو سره  په مياشت کې يوه غونډه کوي او د دوى له فعاليتونو هم ځان خبروي.
د هغه په وينا، که چېرې دوى کومه ستونزه لرله، نو له اړوندو ادارو او چارواکو سره يې شريکوي او ورته د هواري لارې چارې لټوي.
نوموړى وايي، د کونړ ولايت له اړوندو ادارو څخه يې د ۱۳۹۴ لمريز کال پلانونه او راپورونه راټول کړي خو ځيني رياستونه چې ستونزې په کې شته، ورسره معلومات نه شريکوي.
هغه زياته کړه: ((موږ د خپلو صلاحيتونو په رڼا کې له ادارو څخه نظارت او څارنه کوو، څو ټولې چارې په سمه توګه پرمخ ولاړې شي.))
پيلوټ وايي: ((د نورو کارونو تر څنګ، ولايتي شورا د خلکو د شخړو د هواري هڅې هم پيل کړې او تر اوسه يې په لسګونو بېلابېلې د روغې جوړې جرګې مرکې کړې چې له مخې يې د قومونو تر منځ د کلونو کلونو دښمنۍ له منځه وړې دي.))
د هغه په وينا، د ستونزو د هواري او د چارو د ښه سمبالښت په موخه يې د ولايتي شورا په چوکاټ کې کاري کمېټې جوړې کړې، ترڅو هره کمېټه خپل اړونده کارونه پرمخ بوځي.
د کونړ د ولايتي شورا رييس وويل چې اداره يې له ولس سره ښې اړيکې لري، تل له هغوى سره په بېلابېلو موضوعاتو مشورې کوي او د هغوى رضايت ترلاسه کوي.
دين محمد پيلوټ وايي: ((د ولايت والي د دولت استازى او موږ د ولس استازي يو؛ ځکه نو موږ يو له بل سره ښې اړيکې جوړې کړې دي؛ له ولايت مقام سره په دوامداره توګه غونډې او د ستونزو د هواري لپاره وړانديزونه کوو.))
د ده په خبره، کونړ يو سرحدي ولايت دى او د ناامنۍ پېښې هم په کې رامنځته کېږي، ځکه نو دوى له امنيتي ځواکونو سره د همغږۍ غونډې جوړوي او امنيتي ستونزو ته د هواري لارې چارې لټوي.
د ولايتي شورا رييس له کونړ څخه د چارتراشو د قاچاق په اړه وويل چې دوى په دغه ولايت کې د هر ډول ناقانونه کړنو، فساد او قاچاق مخه نيسي.
ده زياته کړه: ((موږ ته ولسونو ډاډ راکړی، چې له ولايتي شورا سره د ټولو ناقانونه کړنو او په ځانګړې توګه د چارتراشو د قاچاق او په ادارو کې د فساد په مخنيوي کې بشپړه همکاري وي.))
خو پيلوټ وايي چې اوس هم د کونړ ولايت د سړک او سيند له لارې د چارتراشو لرګيو قاچاق روان دى.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د ولايتي شورا ټول غړي ژمن دي چې د ورکړل شوو صلاحيتونو او د ولايتي شورا له اصولو يو قدم هم وړاندې نه ځي او که پر هر وکيل د فساد يا غيرقانوني کړنو شواهد ثابت شي، نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کوي.
د کونړ ولايتي شورا ٩ غړي لري چې دوه يې ښځې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.