Logar officials accused of massive corruption

پل علم (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣): د لوګر د ولايتي شورا يو شمېر غړي د دغه ولايت د ځينو چارواکو له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او وايي، تر څو يې چې غوښتنه نه وي منل شوې، شورا ته به ولاړ نه شي.

د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي د دې شورا له څلور نورو غړو سره نن په ګډه خبري ناسته کې د لوګر والي نيازمحمد اميري، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زى او ښاروال احمدخان الفت په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړل، خو والي يې څرګندونې ناسمې وبللې.

ستانکزى وايي: "همدوى (ياد چارواکي) په ناامنيو کې لاس لري... او هلته چې ځنځيري قتلونه کېږي دوى يې مخه نه نيسي، په تېره مياشت کې زموږ ډېر کدرونه په لوګر کې له منځه ولاړل."

ده د نا امنيو او ځنځيري وژنو په اړه جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د لوګر د مرکز اړوند يوه سيمه چې دا مهال لرګي په کې پلورل کېږي او په پلان کې شنه سيمه ده، يادو چارواکو پلورلې ده.

ستانکزي په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې دغو چارواکو په ياده سيمه کې يوه نومره ځمکه پر شل زره امريکايي ډالره پلورلې ده.

هغه زياته کړه: "موږ د لوګر د ولايتي شورا غړو پرېکړه کړې، تر هغه چې والي، امنيه قوماندان او ښاروال له دندو نه وي ګوښه شوي، خپلو دندو ته نه ځو او د لوګر ولايتي شورا مو سر له نن څخه تحريم کړې ده."

ده د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره په نننۍ ناسته کې کوم سند وړاندې نه کړ، خو ويې ويل چې اسناد لري او په وخت سره به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې کړي دي.

ستانکزي وويل چې په دې وروستيو کې په لوګر کې امنيتي حالات ډېر خراب شوي او د ولايتي شورا غړي هم له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عدالت عبدالرحيمزي هم د لوګر ياد درې چارواکي په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړل او ويې ويل چې د لوګر امنيه قوماندان د لوګر د امنيت د ټينګښت وړتيا نه لري.

کله مو چې له هغه څخه په فساد کې د يادو چارواکو د لاس لرلو د بېلګو په اړه وپوښتل ، ويې ويل: "زه درته يوه ښه بېلګه وايم ، په سفيد سنګ کلي کې د سړک د يوې پروژې کار والي درولى او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي."

د ده په وينا، والي ويلي د دې پروژې کار يې ځکه درولى؛ چې قانوني پړاوونه يې نه دي ترسره شوي.

خو د لوګر والي نيازمحمد اميري پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا د يادو غړو ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.

اميري وايي، د ولايتي شورا رييس له ده د ځينو پروژو د ترلاسه کولو غوښتنه لرله خو ده ونه منله نو ځکه اوس بې ځايه تورونه لګوي.

هغه وايي: " په هر مېز کې چې راسره کېني زه حاضر يم چې د دوى د ټولو ادعاوو په اړه ځواب ووايم."

اميري زياتوي چې د لوګر ښاروال او امنيه قوماندان هم د ده د ټيم غړي دي او پر پاکوالي يې باور لري.

دى وايي چې دغه دواړه چاراکي په فساد کې لاس نه لري او په خپلو چارو کې بريالي دي.

د لوګر والي دا هم وويل چې د دغه ولايت امنيت اوس د پخوا په پرتله ښه شوى او د لا ښه کولو لپاره يې هڅې کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.