رسیدگی به شکایات، سرنوشت ٤٧ نامزد شورای ولایتی را تغییر داده

کابل (پژواک ٦ لړم ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له لوري د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د شکايتونو د څېړنې او لاسرسي په پايله کې، ٤٧ هغه کانديدان چې په لومړنيو پايلو کې بايلونکي اعلان شوي وو؛ بريالي اعلان شوي دي.

دغه کانديدان د هېواد په ٢١ ولايتونو پورې اړوند دي، خو شکايتونو ته د لاسرسي په پايله کې د ١٣ نورو ولايتونو په ټاکنيزو پايلو کې کوم بدلون نه دى رامنځته شوى.

دکانديدانو په نوملړ کې تر ټولو ژور بدلون د کابل په ولايت کې تر سترګو کېږي، چې د يوې مېرمنې په ګډون د اوو بايلونکو کانديدانو برخليک په کې بدل شوى او ولايتي شوراته يې لاره موندلې ده.

کابل

ډاکټر عظيم الله نيازى، ميوند ناصري، حاجي شېرعلي احمدزى، لطف الله نعماني، قيوم قمبري، عبدالاحمد علي يزدان پرست او شريفه شېرزاد هغه نوماندان دي، چې موجه شکايتونه يې درلودل او نومونه يې وروستي نوملړ ته ور اضافه شوي دي.

حاجي ميرولي مظلوميار، بهادر بيدار ځاځى، حاجي شفيع الله غوربندي، تاج الدين بهرامي، الحاج رفيع الله ګل افغان، حاجي حفيظ الله توخي او ناجيه نظري، د شکايتونو د څېړنې په پايله کې له نوملړ څخه ايستل شوي دي. هرات

هرات له کابل وروسته د هېواد په کچه دويم ولايت دى، چې د شکايتونو له څېړلو وروسته يې د نوماندانو په نوملړ کې ډېر توپير رامنځته شوى، شپږ هغه نوماندان چې د ولايتي شورا په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان شوي وو، رايې يې کمې شوې او د برياليو نوماندانو له نوملړ څخه ايستل شوي دي.

د استاد محمد کبير ايثار، الحاج عبدالودود فيض زاده، الحاج محمدعسکر انوري، نورمحمد طريقي، فضل الرحمن طيب او د فرشته شيرين سخن پر ځاى، شپږ نور نوماندان هر يو ارباب عبدالرسول جمشيدي، حاجي عبدالرحمن مرادي، ډاکټر نوراحمد حيدري، محمدسردار بهادري، احمد جاوېد رووف او جهانتاب طاهري بريالي پېژندل شوي دي.

کندهار

حاجي نعمت الله شېردلى، نعمت الله وفا، زرغونه کاکړ او سرينا فيضي بيا هغه نوماندان دي، چې د شکايتونو د څېړنو په ترڅ کې يې رايې ډېرې شوې او د حاجي مختار رشيدي، عطاءالله عطا، جميله يوسفي او فريدې احمدي پر ځاى نوملړ ته داخل کړل شوي دي.

لوګر

عدالت عبدالرحيم زى، ډاکټر عبدالولي وکيل او محمدناصر غيرت هم د لوګر ولايت ولايتي شوراته لاره موندلې او پر ځاى يې حاجي نجيب الله شېرزى، حاجي سلطان جان خاکسار او غلام فاروق صديقي له نوملړ څخه ايستل شوي دي.

کندوز

صفي الله اميري او کريمه صادقي رايو ته په کتو سره ولايتي شورا ته لاره موندلې او جمال عبدالناصر عرضبيګى او جميله کريمي پر ځاى له نوملړ خخه ايستل شوي دي.

فراه

الحاج عبدالحميد حميد او عبدالستار رحيمي د فراه ولايت د ولايتي شورا د نوماندانو له نوملړ څخه ايستل شوي او پر ځاى يې شاه محمود نعيمي او حاجي عبدالبصير خيرخوا ولايتي شورا ته لاره موندلې ده.

دايکنډي

سيدذکريا هاشمي او ابرهيم رحماني بلوچ هم د ولايتي شوراګانو د وروستيو پايلو نوملړ ته لاره موندلې او پر ځاى يې غلام حسين جويا او محمد باقر مبلغ زاده له نوملړه ايستل شوي دي.

جوزجان

نجيب الله جليلي او مولوي محمد نبي ايوبي، د حفيظ الله ندرت او شېرمحمد نور پر ځاى ولايتي شورا ته لاره موندلې ده.

پنجشېر

قلندرخان بهادري او ويدا سعيدي، د عبدالکريم عباسي او ذوفنون اميري پر ځاى د پنجشېر ولايت ولايتي شوراته لاره موندلې ده.

پکتيا

محمد رحمن قادري او شفيق الله منګل هم وروستي نوملړ ته لاره موندلې او پر ځاى يې محمد نسيم مجاهد او شايسته جان احدي له نوملړه ايستل شوي دي.

بغلان

حاجي محمد حنيف کهګداري او عادله اميني هم بريالي پېژندل شوي او محبوب الله غفاري او ندا کياني د ولايتي شورا له وروستي نوملړ ايستل شوي دي.

بدخشان

عبدالله ناجي او مولوي عبدالله صديقي، د عبدالناصر انصار او کامل بيګ حسيني پر ځاى د بدخشان ولايت ولايتي شورا ته بريالي شوي دي.

لغمان

حاجي عبدالعزيز او راضيه نيازۍ هم ډېره رايه تر لاسه کړې او په دې ترتيب سره الحاج محمد ظاهر حسين خېل او برېښنا ساپۍ له نوملړه ايستل شوي دي.

هلمند

بريالى نظري او حاجي بسم الله روحاني، شکايتونو ته د لاسرسي په پايله کې بريالي شوي او حاجي ګل اغا مسلم او حاجي ميراحمدخان له نوملړه ايستل شوي دي.

بلخ

ډاکټر رحيمه تره کې، د بي بي نسا نوري پر ځاى ولايتي شورا ته راغلې ده.

پکتيکا

نعمت الله بابري هم د پکتيکا ولايتي شورا ته لاره موندلې او پر ځاى عبدالجليل ګوملوال له نوملړه ايستل شوى دى.

خوست

د امير الله زړه سواند رايې هم د شکايتونو د څېړنو په ترڅ کې ډېرې شوي او پر ځاى يې سيد اصغر اکاخېل د برياليو نوماندانو له نوملړه ايستل شوى دى.

فارياب

انجنير محمد روزي هم د برياليو نوماندانو نوملړ ته لاره پيدا کړې او فضل الحق محمدي له ليست څخه ايستل شوى دى.

زابل

د زابل ولايت د نوماندانو له جملې اسدالله کاکړ هم بريالى اعلان شوى او پر ځاى يې محمد داوود اساس له نوملړ ايستل شوى دى.

غزني

محمد رحيم حسن يار د محمد نعيم توحيدي پر ځاى د غزني ولايتي شورا ته لاره موندلې ده.

ننګرهار

حاجي لطف الله بابا هم د برياليو نوماندانو په نوملړ کې ځاى پر ځاى شوى او پر ځاى يې عطاءالرحمن هډه وال له نوملړه ايستل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ولايتي شوراګانو لسګونه معترضو نوماندانو، په ټاکنو کې د درغلۍ او د ټاکنو کمېسيون د مسوولانو له لوري په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور په لاريون لاس پورې کړى دى.

دوى، محکمې ته د ټاکنيزو کمېسيونونو د چارواکو د راکاږلو غوښتنه کړې ده. د يادولو ده چې څو ورځې وړاندې، د ملي شورا غړو هم دغه ډول غوښتنه مطرح کړې وه.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يو ځاى د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه تر سره شوې، چې په هغو کې د ٣٠٨ ښځو په ګډون ٢٦٠٠ نوماندانو له يو بل سره سيالي وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه ٤٥٨ نوماندانو چې له دې ډلې يې شل سلنه (٩٣ څوکۍ) کېږي، ښځو ته ورکړل شوې؛ ولايتي شوراګانو ته لاره موندلې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.