آیساف: فعالیت های کشفی ما در آستانه انتخابات افغانستان افزایش یافته است

 
کابل (پژواک ١١ ورى ٩٣): ايساف وايي، چې دغه سازمان د ټاکنو په رانږدې کېدو سره د خپلو کشفي فعاليتونو لمن پراخوي او خپل استخباراتي معلومات د دغه بهير د ښه امنيت خوندي کولو لپاره افغان امنيتي ځواکونو ته ورکوي.
د ايساف د ګډې قوماندانۍ د عملياتو مرکزي رييس جنرال دانيل او د اناهو له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د افغانستان ټاکنې څرنګه چې د افغانستان خلکو ته مهمې دي، د دغه هېواد دښمنانو ته هم اهميت لري.
نوموړي د هېواد په بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول په کابل کې د شوو بريدونو په اړه وويل: ((په ډاډ سره ويلى شم، چې په دې پېچلو بريدونو کې د حقاني شبکې عناصر، طالبان او همدارنګه القاعده رول درلود او موخه يې دا ده، چې په خپلو دغو وحشيانه بريدونو سره، چې ډېرى قربانيان يې غير پوځيان دي، په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخه ونيسي.))
خو د ايساف دغه چارواکي زياته کړه، د افغانستان خلکو څرګنده کړه، چې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي او افغان امنيتي ځواکونو هم د دغو بريدونو په ځپلو سره وښوده، چې له غوره وړتياوو څخه برخمن شوي دي.
جنرال او داناهو وويل، تمه ده چې دغه عمليات به دوام ولري، خو د ده په خبره افغانستان په دې وروستيو کلونو کې زيات پرمختګونه کړي او وسله وال مخالفين به د دغو بريدونو په کولو سره خپلو موخو ته ونه رسېږي.
 په دې سربېره د ايساف د ګډې قوماندانۍ د عملياتي مرکز رييس ټينګار وکړ، چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالښت بهير دوام لري او د دې ترڅنګ ايساف له دغو ځواکونو سره د ټاکنو په امنيت نيولو کې خپله همکاري زياته کړې ده.
هغه وويل: "د ټاکنو په رانږدې کېدو سره د افغان امنيتي ځواکونو تدابير سخت شوي او موږ هم د ټاکنو په تړاو د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې زياتې کړې، چې له دې ډلې مو هوايي کشفي عمليات ٤٠ سلنه زيات شوي دي."
جنرال دانيل او داناهو زياته کړه، چې ايساف د استخباراتي چارو په پياوړتيا کې له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي او خپل معلومات له دغو ځواکونو سره شريکوي.
د طالبانو پر بريدونو او ګواښونو سربېره، د ټاکنو د ورځې په رانږدې کېدو سره د ولسمشرۍ رياست کانديدانو ټاکنې مبارزې زياتې شوې او د رايې کارت ورکونې په مرکزونو کې د خلګو ګڼه ګونه زياته شوې ده.
د ټاکنو کمېسيون ويلي، چې د رايې ورکونې ٩٠ سلنه مرکزونه به، چې ټول په کې ٦٤٢٣ مرکزونه شامل دي، د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پرانيستي وي او ټاکنې به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ٢٠٠ زره څارونکو په شتون کې ترسره شي.
اوسمهال د ولسمشرۍ ټاکنو ته اته کسان کانديد دي، چې د وري مياشتې په ١٦مه به د ولايتي شوراګانو له ټاکنو سره يو ځاى ترسره شي.