عبدالجبار تقوا د محمد اعظم زوى، چې  په ١٣٢٧ لمريز کال د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې زېږېدلى او د پوليسو اکاډمۍ فارغ التحصيل دى.
دده په وينا، چې په حکومت کې د کار کولو  او ماموريت ٤٠ کلنه تجربه لري او په لنډمهاله او انتقالي اداره کې يې د هغه وخت د بيارغونې وزارت د مرستيال په توګه کار کړى، چې دا  وزارت بيا وروسته داقتصاد په نامه ونومول شو.
ده تر دې وروسته د ماليې وزارت  د اداري رييس په توګه هم دنده اجرا کړه او د ١٣٨٣ لمريز کال په کب کې د پروان ولايت د والي په توګه وټاکل شو او دا دنده يې تر ١٣٨٥ کال پورې اجرا کړه، تر دې وروسته بيا د تخار والي په توګه وټاکل شو او د ١٣٩١ لمريز کال د تلې په ١٥ مه د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د رييس عبدالخالق فراهي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل د نوي والي په توګه رسما ور وپېژندل شو.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۰۰۲۸۲۶۸۰ او ۰۷۹۹۳۰۱۳۰۱