NATO troops exit 90pc of Afghan bases

 
کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): د ايساف وياند وايي، چې بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو له پلان سره سم تر ٧٠٠ زياتې لويې او کوچنۍ اډې پرېيښي او د هغو يوه ډېره برخه يې افغانستان ته سپارلې ده.
د ايساف نوي وياند جنرال هاينس فيلدمن، چې تازه پر دې دنده ګومارل شوى، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ياد سازمان ډاډمن دى ، چى  افغان امنيتي ځواکونه به د خپل هېواد د امنيت ساتلو لازمه وړتيا ولري.
هغه وويل: "ايساف ځواکونو په افغانستان کې په  نهايي ډول نږدې ٨٠٠ کوچنۍ او لويې اډې درلودې، اوسمهال يې شمېر نږدې ١٠٠ ته راټيټ شوى ، موږ له ماليې وزارت سره په يوه کړنلاره کار کوو، چې کومې اډې افغان لوري ته وسپارو او کومې ويجاړې کړو."
جنرال هاينس افغان لوري ته د سپارل شوو او يا ويجاړو شوو اډو په اړه شوې پوښتنې ته معلومات ورنه کړل.
دايساف وياند وويل: "د دغو اډو ساتل د افغانستان د امنيت په ټينګښت کې مرسته کوي، خو موږ نه غواړو افغانستان زيات تاواني کړو، چې د دغو اډو د ساتلو لپاره لګښت  وکړي."
د دغه بهرني لوړ پوړي پوځي چارواکي په وينا، په يوه سيمه کې د پنځو يا شپږو اډو  شتون کومه مانا نه لري، غوره دا ده چې په يوه اډه تمرکز وشي او له لارې يې امنيتي چارې مخته يوړل شي.
جنرال هاينس فيلدمن د افغانستان ٣٥٠ زره امنيتي ځواکونو ته په اشارې سره وويل، چې ايساف د امنيتي ګواښونو په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو پر مهال د دغو ځواکونو پر وړتيا ډاډ لري.
خو هغه د دې ترڅنګ څرګنده کړه، نړيوال پوځيان چمتو دي، چې  د افغان ځواکونو د اړتيا پر مهال له هغوى سره مرسته او ملاتړ وکړي.
افغان لوري ته د بهرنيو ځواکونو د اډو سپارل او د ځينو  ويجاړول په داسې حال کې اعلانېږي، چې د روانې مياشتې په لومړيو کې د ولسي جرګې ځينو استازو له دغو اډو د ځينو پر ويجاړولو سخته نيوکه وکړه.
خو د ولسمشر وياند ايمل فيضي ويلي و، چې بهرني تاسيسات له افغانستان سره په شوو نړيوالو مرستو رغېدلي او د ويجاړولو صلاحيت يې بهرنيان او هيڅ کوم بهرنى هېواد نه لري.
د ايساف له قوماندانۍ څخه د خپرو شوو معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د اوج پر مهال ١٥٠زره بهرني ځواکونه، چې په ٤٩ هېوادونو پورې يې اړه درلوده ، په دغه هېواد کې و، خو اوس يې شمېره ٨٧ زرو ته راټيټه شوې ده.
ټاکل شوې بهرني پوځيان چې ډېرى يې امريکايان دي، د ٢٠١٤ ميلادل کال په وروستيو (د ١٣٩٣ ژمي) کې له افغانستان څخه ووځي، خو يوه برخه به يې د يوه نا جګړه ييز رول لپاره، چې تر ډېره د افغان امنيتي ځواکونو روزنه ګڼل کېږي، پاتې وي.
په دې وروستيو کې د افغانستان امريکا تر منځ د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره خبرې اترې پيل شوي، چې له مخې به يې امريکا له ١٣٩٣ لمريز کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي حضور ولري.
امريکا ويلي، تمه ده چې ياد سند د تلې تر مياشتې پورې لاسليک شي.