کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸): د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د سياسي اختلافاتو پر حل ټينګار کوي او وايي چې دغه روان کړکېچ د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کوي.
د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني د کب په ٦مه کابل کې د يوې خبري غوندې پر مهال وويل، اوس یې وخت را رسېدلی چې د سولې لپاره جدي هلې ځلې وشي او یاده پروسه له هېڅ ډول خنډ سره مخ نه کړاى شي.
د ګیلاني په اند که چېرې د سولې هڅې له خنډ سره مخ شي نو د تېرو شلو کلونو هلې ځلې او لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.
نوموړي پر ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت پر اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله غږ وکړ چې خپلو سياسي کړکېچونو ته پاى ورکړي څو د سولې پروسه زيانمنه نه شي.
ده وويل، محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله دې اجازه ورکړي چې د ملي یووالي حکومت ادامه پيدا کړي او یا دې هم د نړیوالو ناظرینو په شتون کې یو ځل بیا د ټاکنو پروسه وڅېړل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سلواغې مياشتې په ٢٩مه د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې محمد اشرف ګټوونکي وبلل شو.
خو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله له يادې پايلې سره مخالفت وکړ او ځان يې د ټول شموله حکومت مشر اعلان کړ.
له دې وروسته د عبدالله او پلويانو يې د جوزجان، کاپيسا، بغلان او سرپل ولايتونو  لپاره واليان معرفي کړل چې دغه کار خلک سخت اندېښمن کړي دي.
دغه راز ګیلاني دا هم وويل چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د اورکم اونۍ په ښه توګه پرمخ روانه ده او دا کولاى شي چې اوربند او سولې ته زمينه برابره کړي.
نوموړي د چا نوم ياد نه کړ خو ويې ويل چې يو شمېر کسان د سولې په پروسه کې د خنډ په پيدا کولو کې خپلې ګټې ويني.
د يادونې ده، د امريکا او د طالبانو د استازو ترمنځ له يو نيم کلن مذاکراتو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د فبروري مياشتې په ٢٢مه د اورکم اونې پيل شوه چې د همدې مياشتې تر ٢٩ مې پورې به دوام وکړي.
ټاکل شوې ده د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک د فبروري مياشتې په ٢٩مه د قطر هېواد په پلازمينې دوحه کې لاسليک کيږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.