عبدالله: برای بهبود وضع امنیتى در هلمند اقدامات جدی روی دست گرفته شده است

کابل (پژواک، ۲٢جوزا ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرائيه رييس وايي، سره له دې چې د سولې خبرو ته زمینه برابره شوې ده خو د طالبانو ډلې د یوه نامعقول دریځ او شرارت له مخې د جنګ پر دوام ټینګار کړی او په هېواد کې سولې ته عزم او اراده نه لري.
ډاکتر عبدالله نن په هغو مراسمو کې چې د مور ورځې په مناسبت په کابل کې نیول شوي وو، طالبان یې د جګړې د دوام عاملین وبلل او زیاته یې کړه چې هغوی په افغانستان کې سولې راتلو ته هوډ او اراده نه لري.
ده زیاته کړه: «طالبان فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو د مرستې درېدو او نه شتون په صورت کې به وکولی شي یو ځل بیا د هېواد پر چارو مسلط شي او له کړنلارې يې هم څرګندېږي چې له دې پرته کومه بله موخه هم نه لري.»
نوموړي د جګړې پای او په هېواد کې د سولې راتګ د دولت او خلکو له لومړيتوبونو وبلل، ویې ویل چې سولې ته د رسېدو لپاره باید سیاستوال او هېوادوال سره متحد وي.
او په ډاکه يې کړه: «د افغانستان د خلکو په څېر نړیواله ټولنه هم د سولې پر ټینگښت ټينګار کوي او هېڅ يو نه غواړي چې افغانستان تېرو وختونو ته وگرځي او دوزخ ترې جوړ شي.»
عبدالله د طالبانو له ډلې وغوښتل چې سولې ته دې تیار شي، يو سوله ييز ژوند دې پیل کړي او خپلې سیاسي مبارزې دې د امن په فضا کې ترسره کړي.
ده، ولسمشریزو ټاکنو ته د رايه ورکوونکو لا زیاته نوم لیکنه د بریالیو ټاکنو لپاره لومړنۍ گام وباله او ویې ویل: «د سولې پروسې پر مخ وړل په دې معنا نه دی چې له ټاکنو تېر شو، دا هغه پروسه ده چې د افغانستان خلک پرې ژمنه لري او د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو لپاره تیارۍ نیول شوې دي.»
نوموړي وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تقویتي نوم لیکنې ته لاره هواره کړې ده، له خلکو يې وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، خپله راتلونکې خپله وټاکي او په دې برخه کې لومړی ګام له تقویتي نوم لیکنې واخلي.
هغه څرګنده کړه: «د افغانستان له خلکو هیله لرو چې دا پروسه بریالۍ کړي، دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلې خپلواکۍ ساتلو چارې پر مخ بوځي، څو د ټاکنو په پایلو کې تغییرات رامنځته شي.
عبدالله دې ته به اشاره سره چې د ټاکنو لپاره هڅې د سولې پروسې ته د اهمیت نه ورکولو په معنا نه دي، زیاته کړه چې د سولې اصلي خنډ طالبان دي او نه شي کولی د هغوی په هیله ناستې او ټاکنې وځنډوي.
هغه په ډاګه کړه: «که یوه شپه مخکې او یا وروسته له ټاکنو هم د افغانانو لپاره د منلو وړ سولې زمینه برابره شي، خلک به د هغې هرکلی وکړي او یو شېبه هم په دې اړه ناغېړي افغانانو ته د منلو وړ نه ده.»
د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په پای کې د هېواد ټولو ښځو ته د مور د ورځې مبارکي وویله، هیله یې څرګنده کړه چې په هېواد کې د امن فضا رامنځته شي څو ښځې، ځوانان او ماشومان په امن کې ژوند وکړي.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.