کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): رحمت الله نبیل د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه کوي او وايي، دوی د امنیتي ځواکونو په سیاسي کولو او د ادارو په موازیتوب هېواد د مشروعیت، قانونیت، اقتصادي او امنیتي ستونزو بحران ته بیولی دی.
رحمت الله نبیل د ملي امنیت پخوانی رییس، «د افغانستان د خلکو محور» سیاسي جریان بنسټګر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی چې د «امنیت او عدالت» شعار او په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې له ترتیب شوو پروګرامونو سره د ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۷ نوماندانو سره سیالۍ ته تیار دی، خو معلومه نه ده چې د ټاکنیزو سیالیو تر پیل کېدو به څو کسان له نوملړه لرې شي او یا د بل نوماند په ګټه له دې سیالۍ تېرېږي.
محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، گلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، حاجي محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي، محمد حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال او عنایت الله حفیظ د ولسشمرۍ ټاکنو له ۱۸ نوماندانو دي.
نوموړي له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ له اختلافونو او تقابل څخه په اندېښنه وویل، په دې دوره کې مشران د هېواد د اساسي قانون په تر پښو لاندې کولو، د قوم، سمت، ژبې او د هېواد د چارو په اړه د واحد نظر نه لرلو پر اساس په دولتي ادارو کې کسانو ته دندې ورکول کېږي په داسې حال کې چې ټول خلک یو ډول حقونه او دندې لري.
د هېواد د اساسي قانون په ۲۱مه ماده کې راغلي، د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر ډول تبعیض منعه دی او د افغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون پر وړاندې مساوي حقونه او دندې لري.
نبیل د حامد کرزي او محمد اشرف غني پر حکومتونو نیوکه وکړه او ویې ویل، په دواړو دورو کې حکومتي مشرانو د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ثبات، ټولنیزې ارامۍ او کلتوري پراختیا لپاره ښه فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د کرزي په دوران کې شرایط تغییر وو او وړتیاوې هم ټيټې وې؛ ځکه د طالبانو د حکومت په توره دوره کې د حکومتي لاسته راوړنو منحل کېدل او داخلي جګړو په نتیجه کې ټولې چارې له صفره پیل شوې، خو سره له دې هم په ځینو برخو کې لاسته راوړنې موجودې وې.))
هغه روښانه کړه چې له طالبانو وروسته په افغانستان کې طلايي فرصتونه رامنځته شول، خو پرته له دې چې کوم بنسټیز کار ترسره او مطلوب وضعیت رامنځته شي، ډېر ژر تېر او د هغې حکومت دارۍ چارې چې د ولسواکۍ رامنځته کول یې موخه وه، نوی ماشین له ستونزو سره مخ کړې.
نبیل وویل، په ځينو مورادو کې د ملي یووالي حکومت له لاسته راوړنو هم سترګې نه شو پټولای، خو په ټوله کې ((د لاسته راوړنو په پرتله د ستونزو پله)) درنه ده.
هغه روښانه کړه: ((موږ به په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې د نظام او امنیتي ځواکونو د قوي کېدو، د نظام د ننه له پنځمې پایې سره د مبارزې او له حکومت سره د کلیو او منبرونو د نږدې او همغږي کېدو لپاره هڅه وکړو او هم به په متفاوته توګه د سولې بهیر پر مخ یوسو او د ټولو هېوادوالو ته به د مالکلیت حس بیا را ژوندی کړو.))
د سولې بهیر
نوموړي دې ته په اشاره چې د بریالیتوب په صورت کې به د سولې تامین د دوی د حکومت په لومړیتوب کې ځای ولري وویل، د افغانستان منتخب حکومت یوازېنۍ مرجع ده چې کولای شي د جګړې د مقابل لوري له ځواکونو او اړوند هېوادونو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي او نور ټول بنسټونه لکه د سولې عالي شورا چې د سولې په بهیر کې لاسته راوړنې نه لري به لغوه شي.
هغه وویل، د سولې خبرې به د حکومت د باصلاحیته استازو په مشرۍ د دولتي او غیر دولتی کسانو یو پلاوی پر بیايي او د سولې خبرې به د ملي شورا په مشوره او ګډون د حکومت له خوا ترسره کېږي.
د ده په خبره، که طالبان تیاری ولري، حکومت يې پر ټولو موضوعاتو لکه د بهرنیو ځواکونو وتل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش جوړول، د افغانستان د اساسي قانون اصلاح، له جنګي مجرمانو او د خلکو د حقونو له سرغړوونکو سره پخلاینې او له مجازاتو د تېرېدنې موضوع د قانون په مراعاتولو او ملي پخلاینې ته د ارزښت ورکولو له لارې له دې ډلې سره د سولې خبرو ته تیار یو.
نبیل سولې، پخلاینې او د اساسي قانون اصلاح ته په اشاره وویل، په دې برخه کې اقدام به د هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو د حقونو، سیاسي او ټولنیزې ازادۍ او د افغانستان د اساسي قانون د اصولو د لغوه کېدو، تعدیل او یا کمېدو لامل نه شي.
هغه د دې په روښانولو چې د جګړې او سولې واک د نه پاملرنې له امله له افغانانو سره نشته وویل: ((د سولې په بهیر کې باید د افغانستان قربانۍ، ۱۸ کلنې لاسته راوړنې او اساسي کرښې کمې ونه ګڼل شي او موږ په افغانستان کې سولې ته د اوږدمهال او ستراتیژیک لید له نظره ګورو او د سولې د تامین لپاره هڅه کوو، خو لاره به مو بدله وي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد نوماند د سولې په بهیر کې سیاسي او ملي اجماع مهمه وبلله او ویې ویل: ((هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې د قوم، ژبې، ګوند او تنظیم په نوم ځان د سولې مالک وګڼي، د سولې مالک باید خپله افغانان وي.))
داخلي او بهرنی سیاست
نوموړي دې ته په اشاره چې د افغانستان داخلي سیاست د روان وضعیت مطالعې ته په کتو برابرېږي وویل، په دې برخه کې پر دولت او خلکو د قانون پلي کول لومړی هغه اقدام دی چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لامل کېږي او په افغانستان کې چې اوس جګړه روانه ده، اړینه ده چې د جنګي او امنیتي جرمونو د مسایلو په اړه ځانګړي تدابیر ونیول شي.
د ده په خبره، د تروريزم او سازمان شوو جنایتونو لکه جاسوسي او نورو سره د چلند ځانګړي تدابیر په قوانینو کې تعدیل او متناسب بدلون ته اړتیا لري.
هغه د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، د حکومت مشران منظمه پالیسي نه لري او له ګاونډیو هېوادونو سره تل تاکتیکي چلند شوی دی چې له بده مرغه بیه یې افغان ملت ورکړې ده.
نوموړي د خپل ټاکنیز ټېم بهرني سیاست ته په اشاره وویل: ((موږ به په ګاوڼدیو هېوادونو کې هېڅ پټې ګټې ونه لرو او د دوی د پټو ګټو په مقابل کې درېږو او د ښه ګاونډيتوب پر اساس ځمکنۍ بشپړتیا ته په متقابل احترام به زموږ بهرنی سیاسي ولاړ وي.))
د ده په خبره، د افغانستان اړیکې باید د سیمې، نړۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اساس د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د یو او بل په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې په اصل جوړې شي او افغانستان باید له ګاونډيو هېوادونو سره د تقابل پر ځای د همغږۍ او تعامل پر ټکي بدل شي.
هغه روښانه کړه: ((له سیاسي استازو، ډيپلوماتانو او نورو بهرنیو پلاوو سره چلند به د متقابل احترام د اصل پر بنسټ ترسره کېږي، په دې برخه کې به د ډيپلوماتیکو اړیکو د غوښتنو ټول اصول په پام کې ونیول شي او هېڅ ملکي او غیر ملکي بهرني استازي ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان د دولت دارۍ، ټاکنو، د حکومت جوړېډو او نورو ورته مواردو په چارو کې د نړیوالو قواعدو او ډيپلوماتیک کلتور خلاف عمل وکړي.))
نوموړي وویل: ((په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به د نړیوالو قوانینو پر اساس په ټاکنیزو او نورو مهمو ملي مسایلو کې د بهرنیو هېوادونو د سیاسي نمایندګیو د لاسوهنې مخه ونیسي.))
د اجرائیه ریاست او لومړي وزیر پستونه
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند رحمت الله نبیل دې ته په اشارې چې ټاکنیز ټکټ يې تر ډېره اساسي قانون ته ژمن دی، وویل چې اوسمهال یې په ټاکنیز ټکټ کې د اجرائیه پوست شتون نه لري؛ خو په راتلونکي کې د قانون تعدیل او لویې جرګې تصویب په صورت کې ښايي رامنځته شي.
نوموړي وویل چې د واک تمرکز باید اصلاح شي، واکونه باید ووېشل شي او هېودوال د مشارکت په بحثونو کې د ګډون حق ترلاسه کړي؛ خو اوس په دې اړه هر اقدام له وخت څخه وړاندې او د قانون خلاف دی.
هغه په ډاګه کړه: ((د وروستیو ۱۸ کلونو ستونزو ته په پام، له شک پرته د نظام په جوړښت او نورو برخو کې د اصلاحاتو راوستل مطرح دی او څو چې دې بحث ته ولاړ نه شو، باید د مرستیالانو واکونه زیات شي او والیان د کدري او بودیجوي سیاست، پرژو او پراختیا په برخو کې ډېر واکونه ولري او ښاروالان به د ټاکنو له لارې ګومارل کېږي.))
د ولسمشرۍ یاد احتمالي نوماند په ټینګار وویل، نظام کې چې هر بدلون راځي، باید په رښتيني ډول د اساسي قانون او د اساسي قانون د تعدیل لويې جرګې له لارې او ولس ته د رجوع له لارې رامنځ ته شي.
د اساسي قانون تعدیل
نبیل، د اساسي قانون د اصلاح او تعدیل په اړه وویل، د بریا په صورت کې به د لوړې مراسمو له پر ځای کولو یوه اوونۍ وروسته، د اساسي قانون د اصلاح او تعدیل لپاره به د وړاندیزونو په موخه کمېسیون جوړ کړي.
هغه زیاته کړه چې په لویه جرګې کې به وړاندیز وکړي څو د صدارت مقام درج شي، د ولسمشر درېیم مرستیال او لومړي وزیر پست رامنځته شي چې د دې چارې تصویب او نهايي کول د لویې جرګې له واکونو څخه دي.
د نوموړي په خبره، له اساسي قانون سره سم د قوانینونو د ارزونې لپاره د اساسي قانون په اصلاحي مصوبه کې د اساسي قانون د محکمې درج کول د اساسي قانون د احکامو د تفسیر یوازېنې مرجع په توګه، والیانو او محلي ادارو ته د زیاتو واکونو ورکړه او د ولسمشرۍ په لومړي کال کې د ښاروالیو ټاکنو ترسره کول، د اساسي قانون د اصلاح او تعدیل لویې جرګې له وړانديزونو څخه دي.
د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره ایتلاف
نبیل له یو بل ټاکنیز ټکټ سره د افغانستان د خلکو د محور ډلې یو ځای کېدو ګونګوسې رد کړې او ویې چې دا تش په نامه تبلیغاتي او کمپايني سوژه ده.
نبیل زیاته کړه: ((دې ته په پام چې زموږ فکر، پروګرام، پیغام او کمپاینونه له نورو سیاسيونو او د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندانو سره توپیر لري، له دې امله له هېڅ ټاکنیز ټکټ سره ایتلاف نه کوو او د ټاکنو پر لور ځو.))
د ولسمشرۍ ټاکنو دې نوماند وویل چې افغان ولس وړتیا لري او باید د ابادۍ او همپالنې پر لور ولاړ شي څو له شته ننګونو او وضعیت څخه وژغورل شي.
د افغانستان په مشرتابه کې د بهرنیو نقش
نبیل په افغانستان کې د مشرتابه په ټاکنه کې د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو نقش رد کړ، ویې ویل: ((موږ باید له ذهني اسارت څخه خلاص شو او هر څه باید بهرنیانو سره ونه تړو؛ غواړو چې له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې ولرو، خو فکر نه کوم چې د ولسمشر په غوراوي کې رول ولوبوي.))
نوموړي دغه مطلب ته په اشارې چې ۲۰۱۴ کال کې نږدې افغانستان د کړکېچ په لور تللی و، زیاته کړه دا چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په قضیو کې ښکېله وو، نو د ملي یووالي حکومت په جوړولو کې یې له کړکېچ څخه مخنیوی وکړ.
هغه په ډاګه کړه: ((که هغه مهال په ۴۸ ساعتونو کې وضعیت کابو شوی نه و، ښايي حامد کرزی او عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو او اشرف غني د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشرانو په توګه اعلان شوي وای چې په دغه کار سره به د امنیتي ځواکونو پر مورال بد اغېز شوی و او هېواد به په کړکېچ کې ښکېل شوی و.))
نوموړي وویل چې هېڅکله به بهرنیو هېوادونو او سفارتونه ته اجازه ورنه کړل شي څو د هېواد د کورنیو، سیاسي او ملي ارزښتونو په څېر نورو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.
د بهرنیو ځواکونو وتل
نبیل د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، که په بېړه او په افغانستان کې د لاسوهنو او نیابتي جګړو په تړاو اندېښنو ته په نه پاملرنې له هېواده ووځي، دا په دې معنا نه چې افغان ولس به له خپل هېواده دفاع ونه شي کړای، تل يې له خپل هېواده دفاع کړې او وبه يې کړي.
نوموړي دغه مطلب ته په اشارې چې افغان ولس د ګاونډویو هېوادونو له مداخلاتو ترخې تجربي لري، وویل چې امریکا باید افغانستان یوازې پرې نه ږدې، د بهرنیو فشارونو پر وړاندې دې له افغانستانه ملاتړ او د هېواد له امنیتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي.
نبیل زیاته کړه: ((له امریکا څخه غواړو چې په افغانستان او سیمه کې سم میراث پرېږدي، له دې پرته به یې بیه پرېکوي؛ ځکه د پاکستان په ملاتړ ورانکارو ډلو ته د بریا غرور پیدا شوی چې روس يې پخوا مات کړ او اوس یې امریکا همه ماته کړه او که دا موضوع له پامه وغورځول شي، نو پاکستان پر یو زبر ځواک بدل شي او له ترهګرو نه یوازې په سیمه، بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې د وسیلې په توګه کار واخلي.))
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات
هغه، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحاتو ته په اشارې وویل چې په ټاکنیزو کمېسیونونو د اشخاصو ادلون بدلون اصلاحات نه شی راوستلی، باید د ټاکنو په قانون کې رڼو ټاکنو او اصلاحاتو ته سیاسي اراده رامنځته شي او د عیار شوي سیستم له مخې باید کسان کنټرول شي.
نوموړي زیاته کړه: ((پخواني کمېشنران هم اکاډمیک او د مدني ټولنې کسان وو، دا چې سیستم سم نه دی نو هغوی ونه توانېدل څو ټولو افغانانو ته د منلو وړ ټاکنې ترسره کړي، د ټاکنو رواني سمون یې خوندي نه شو کړای او د نوو کمېشنرانو په غوراوي کې هم ځینې ستونزې شتون لري.))
د هغه په خبره، په نوو ور پېژندل شوو کسانو کې هم مسلکي څېرې موجودې وې، خو د ولسمشرۍ نوماندانو کمزوري کسان چې د ګوندونو له لوري معرفي شوي وو، وټاکل.
هغه په ډاګه کړه: ((د ولسمشرۍ نوماندان تر اوسه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له فلټره نه دي تېر شوي او د تایید مهر دغه بنسټ پرې لګوي چې ایا دا ټول کسان په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون کولی شي او که نه؟))
د ټاکنو مهندسۍ په اړه اندېښنې
نبیل زیاته کړه: ((د ولسمشرۍ او ځینو نورو نوماندانو له لوري د ټاکنو مهندسي په اړه اندېښمن یو.))
نوموړي له ولسمشر، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، سیاسیونو، د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو او په ټاکنو کې له نورو ګډون کوونکو غوښتنه وکړه چې د ۱۳۹۳ کال له ولسمشرۍ او د ۱۳۹۷ ولسي جرګې ټاکنو څخه عبرت واخلي، له رڼو ټاکنو ملاتړ وکړي او د ټاکنو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
هغه، تېرو ناکامو ټاکنو ته په اشارې وویل: ((که دا ځل ټاکنې له ستونزو سره مخ شي، نه یوازې چې د ولسواکۍ په برخه کې به ناکام شو، بلکې سخت بحران کې به ښکېل شو.))
نوموړي په پای کې د ټاکنیزو کمېسیونونو له نوو غړو غوښتنه وکړه چې ګواکې سیمه ییز، ډله ییز، ژبني او قومي اړیکې دې یوې خوا ته کړي او ځان دې له افغان ولس او قانون سره تړلی وګڼي.