کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۷):د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، اټکل کېږي چې د ولایتي شوارګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به هم د راتلونکي کال د وري په ۳۱ مه له ولسمشریزو ټاکنو سره پر یو وخت ترسره شي چې مهال وېش یې درې ورځې وروسته اعلانېږي.
د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د راتلونکي کال د وري په ۳۱ مه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل حتمي دي.
نوموړي د دې په څرګندولو چې د ټاکنو ترسره کېدل امنیت او بودیجې ته اړتیا لري وویل، په دې برخه کې نړیوالې ټولنې او حکومت ژمنه کړې، هیله ده چې ټولې ستونزې حل او ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره شي.
نوموړي د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشاره وویل، د یادو درېیو ټاکنو د مهال وېش په اړه هم خبرې روانې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وويل چې کمېسيون به د کابل د ولسي جرکې ټاکنو ټولې رايې د هغو ستونزو له امله چې لري يې دويم ځلي تفتيش کړي.
 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمېشنر عبدالقدير قريشي وايي:((د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه په خپل ځاى ده، خو له تخنيکي پلوه وخت ته اړتيا ده او امکان شته چې پاتې ټاکنې د وري په ٣١مه تر سره شي، چې مهالوېش يې درې  ورځې وروسته اعلانېږي .)) 
 د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند او منشي سید حفیظ الله هاشمي وويل : (( نن رسما د منشي او وياند له څوکۍ استعفا کوم ، خو د کمېشنر په توګه به د خپلو همکارانو په څنګ کې پاتې شم .))
 خو د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالبدیع صیاد وويل :((  هاشمي صاحب تراوسه رسما استعفا نه ده کړې ، زموږ ښه همکار دى او موږ ترې خوښ يو .))
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.