د سید تمیم بهار ليکنه
وایی چې :
               زموږ دښمن شرق اوغرب نه دی
               زموږدښمن جهل اوتعصبات دی
 فرخنده نومې د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل د شاه دوشمشیره زیارت په مخ کې د هغو قهرجنوکسانوله خوا په دې تور ووژل شوه چې ګواکې فرخندې قرآن شریف سوځولی دی.
 
هم بې غشي سګڼي ډال د ژبلورو
رستمـان ځنې ځغلا کاندي په ډار
فرخنده د هيواد د پلازمينې (کابل ) په زړه کې په عام محضرکې د سلګونوکسانومخ کې ووهل شوه ، وټکول شوه اوپه ډیرې بې حرمتۍ سره ووژل شوه ، بیا یې مړی لومړى تر موټرلاندې اوبیایې سیند ته ګذارکړه او اوریی ورواچاوه.
دغه وحشت چې د شهیدې فرخندې پروړاندې رامنځته شو دا څویمه ورځ ده چې افغان ملت د خپلې لوراوخورپه سوګ اوماتم کې ناست دې.
له دې سوګ اوماتم څخه سربيره يوشمير مغرضه کسان شته چی خوب اوژوند یې په خلکو حرام کړی، په عین حال کې څوتنه د داعش په لباس،     رهبراو ديموکرات په نامه د خلکوپه زخمونو مالګی دوړوي حال دا چې زموږه خواخوږي ملت د مظلومې ځوانيمرګې پیغلې فرخندې د عدل اوانصاف د غوښتلو غږونه پورته کړي خو ځينې بې شرمه چې يوه ذره حيا يې په سترګو کې نشته لاپسې پروپاګنډه کوي .
ګرانې فرخندې ! ستا دا پاکه وینه بې ځایه نه ځي اوستا دا پاکه وينه به سرو ګلانوته د حق اوعدالت د مبارزې وده ورکوي، د حق طلبۍ ، د جهالت اونادانۍ په مقابل کې به د مبارزې کولو نماینده ګي وکړي. ته د تل لپاره زموږپه یاد او د ژوند په ټولولحظو کې مو په زړونوکې پاتې یې. 
دا ټولوته جوته اومعلومه ده چې یوشمير مغرضه خلک شته (داعشیان او داعش مانند) چی برسیره په نوروجنایتونو خاص دافغان  ښځواونجونود بد نامۍ لپاره ګومارل شوي اوخپل ناوړه کارونه د یوشي او بل شي په نوم یې سرته رسوي.
اګرچې نن زموږ ربړیدلي خلک د بد بختۍ اوپه ډیری بیچاره ګۍ ژوند کې بوخت دي. او دا ددې قرن جهانیان يې همدې حالت ته هم نه پریږدي اوپسې نور دردونه اورنځونه ورته راوړي لکه قتلونه، سړي تښتونکي ، غلاګانې ، بې ناموسي چې په دیارلس کلن ، اوه کلن اوحتا په درې کلن ماشوم باندې هم صرفه ونه شوه. ترڅو؟ ترڅه وخته زموږه خلک به دا تاوتریخوالی پر ځان منی!!؟؟   
ښه د فرخندې څه ګناه وه!؟ آیا خلک به دا ومني چې ځوانيمرګې فرخندې د قرآن شریف په مقابل کې بې حرمتي کړې اوقرآن پاک یې سوځولی دی؟؟
د کابل پولیس وایي داسې کوم شی تراوسه نه دی پیدا شوی چې ثابته یې کړي چې فرخندې قرآن العظیم شان یې سوځولی وي.
بس لعـنت دې پرهغوکسانو وي چې څوک د کوم شي  څخه خبر نه وي اونامردان په ناحقه په سړي تورلګوي. او نامردان آب را نا دیده موزه ازپا میکشند!
پټه دې پاتې نه وې ترهغه چې داسې حرفوې جنایتکاران اوخاینین دلته موجود اوخلع قدرت نه شي هره ورځ به فرخندې مري.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د اند څرګندونه کوي.