Homegrown solution was best option: Massoud

 
کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): په قومونو او قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي چې افغانستان د جرګو مرکو کور دى او ټاکنيزه لانجه بايد د بين الافغاني تفاهم له مخې هواره شوې واى.
د ولسمشرۍ تر دويم پړاو ټاکنو وروسته چې په لومړيو پايلو کې ډاکټر اشرف غني بريالى اعلان شو، د هغه رقيب کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله دغه پايله رد کړه او ځان يې ګټونکى اعلان کړ، چې له امله يې ټاکنيزو ناندريو نور هم زور واخيست.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د تېرې جمعې په ورځ کابل ته راغى او تر دوو ورځو هلو ځلو وروسته يې ټاکنيزه ياده لانجه هواره کړه.
په قومونو او قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود د چنګاښ په ٢٥مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې افغانستان د جرګو مرکو کور دى، دلته قومي شخصيتونه او مخور شته او تل يې ملي او سيمه ييزې شخړې هوارې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((کاشکې ټاکنيز جنجال او شخړه د بين الافغاني تفاهم له لارې هواره شوې واى، بې ځايه بهرنيان راغلل ستونزه يې هواره کړه او اتلان ترې جوړ شول.))
د نوموړي په وينا، د افغانستان خلکو له ټولو ګواښونو سره سره د خپلې ارادې تمثيل وکړ او د خپل برخليک لپاره يې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته او يو تاريخ يې جوړ کړ.
سلاکار وزير وايي چې افغانانو په خپلو پاکو رايو سره غوښتل چې خپل راتلونکى ملي زعيم او مشر وټاکي، خو وروسته په ټاکنو کې شخړې رامنځته شوې.
خو شهزاده مسعود وويل چې د هېواد د ملي ګټو او ملي حاکميت لپاره دوى د جان کيري د هلو ځلو هرکلى کوي، څو په دغه هېواد کې شخړې هوارې او ثبات رامنځته شي.
د نوموړي په وينا، دواړه کانديدان چې د يوه رښتيني ملي حکومت لپاره کومې ژمنې کړې دي، بايد په سمه توګه يې عملي کړي، نه دا چې يو اېتلافي حکومت جوړ شي.
په قومي او قبايلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير شهزاده مسعود له دې سره مخالفت څرګند کړ، چې واک به دواړه ډلې سره وېشي او غوښتنه يې وکړه چې د وړتيا او ښايستګۍ له مخې دې کار اهل کار ته وسپارل شي.
د هغه په وينا، اېتلافي حکومتونو هېڅکله ښه پايله نه ده ورکړې او د دواړو ډلو کانديدان چې ملي شخصيتونه دي، بايد په سمه معنى داسې ملي حکومت جوړ کړي چې د ټول ولس اراده په کې تمثيل شوې وي.