کابل ( پژواک ٢١ زمرى ٩٢ ) : په ميدان وردګو ولايت کې له شاوخوا اوه کلن ماموريت وروسته د ولايتي بيارغونې ډلې ماموريت پای ته ورسېد.
په همدې موخه د زمري په ٢١مه، د ولايت په مرکز ميدان ښار کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې له والي سربېره په افغانستان کې د ترکيې سفير،د پوهنې وزارت مرستيال، امنيه قوماندان،د ملي امنيت رييس،د ولايتي شورا مرستيال او د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو مسوولينو ګډون کړى وو .