ځانمرګي بريد کې درې بهرني سرتېري ووژل شول

 
کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد د ژباړن په ګډون څلور بهرني سرتېري وژلي او د ملي اردو څلور سرتېري يې ټپيان کړي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار د سيداباد په سلطان خېلو سيمه کې ترسره شوى دى.
خوګياڼى زياتوي، افغان او نړيوالو ځواکونو په سيمه کې ګډ عمليات لرل، چې په خره سپور ځانمرګي دوى ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
نوموړى زياتوي، چې په دې پېښه کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده يې د شمېرې په اړه نا خبري وښوده.
په کابل کې د ايساف له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان په ختيځ کې يې درې سرتېري په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.
خبرپاڼې د پېښې ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره د روان کال له پيله د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ١٠٤ تنو ته ورسېد، چې ډېرى يې امريکايان دي.
د يو بل خبر له مخې، د همدغه ولايت په جلريز او سيداباد ولسواليو کې هوايي بريد د وسله والو دوه قوماندانان وژلي دي.
د والي وياند عطالله خوګياڼى وايي، چې تېره شپه هوايي بريدونو ملا عبدالرشيد په جلريز او ملا سميع الله او يو عرب ملګرى يې په سيداباد کې وژلي دي.
 بلخوا وسله وال طالبانو د سيداباد په سلطان خېلو سيمه کې د شوي ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعاکوي ، چې په دغه بريد کې ١٤بهرني او کورني عسکر وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان هم دي.
ده وويل ، چې دغه بريد ددوى يوه ملګري په يوه تنګه کوڅه کې پر ولاړو امريکايانو کړى دى .
 دغه راز نوموړى ادعا کوي، چې د ميدان ښار اړوند د سهاکو په سيمه کې يې نن له غرمې مخکې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک الوځولى او په کې شپږ ٦بهرنيان يې وژلي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.