تالقان (پژواک ١٨ ورى ٩٣): د تخار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس وايي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ له کانديدانو شکايتونه نه دي شوي.
د کمېسيون مشر برنا صالحي د وري په ١٨مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د ټاکنو له بهيره تر اوسه په دغه ولايت کې ۱۳زره او ۲۹۶ کسانو څارنه کړې ده.
صالحي وويل، تر دې دمه دغه کمېسيون ته د ولسمشرۍ د کانديدانو له خوا شکايت نه دى ورغلى ، خو د ولايتي شورا دکانديدانو دوه شکايتونه ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ شکايتونه په کتبي ډول ثبتوو، د ولايتي شورا د دوو کانديدانو په اړه له شکايتونو پرته بل شکايت نه لرو.))