1 killed, 15 injured in Takhar hotel blast

 
دويم تعقيب: تالقان (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په يوه هوټل کې د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او د ملکي وګړو په ګډون ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير وايي، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په يوه بجه د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د مرکز په يوه هوټل کې رامنځته شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، شپږ نور پوليس او ٩ ملکي وګړي ټپيان دي.
اسير زياته کړه، چې دغه هوټل په ياده ولسوالۍ کې يو له ګڼې ګوڼې ډک هوتل و، چې پوليس او عام خلک د ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي.
د تخار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، لا هم څرګنده نه ده، چې چاودنه د ماين  او يا هم کومې بلې وسيلې پر مټ رامنځته شوې، خو په دې اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د تخار د والي وياند سليمان مرادي وويل، په ټپيانو کې دوه ماشومان او دوې ښځې هم شاملې دي، چې  د درملنې له پاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
مرادي زياته کړه، چې تر اوسه د چاودنې عاملين نه دي څرګند، خو له څېړنو وروسته به معلومه شي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.