تالقان (پژواک، ١١ تله ٩٧): د تخار د مرکز اوسېدونکي وايي چې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل سره سم په تالقانو ښار کې د تورو ښيښو په موټرو کې د نا مسوولو وسله والو ګرځېدل ډېر شوي چې له امله یې خلک اندېښمن دي.
شاوخوا يوه اوونې وړاندې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.
تخار ولايت په ولسي جرګه کې نهه څوکۍ لري چې د ١٢ ښځو په ګډون ٧٣ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي.
خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د نوماندانو ټاکنيزې سيالۍ له قانون سره سم نه دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کوي.